ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر: د سيداباد د بريد عاملان به مجازات شي

ولسمشر: د سيداباد د بريد عاملان به مجازات شي

author avatar
18 Dec 2015 - 16:30
ولسمشر: د سيداباد د بريد عاملان به مجازات شي
author avatar
18 Dec 2015 - 16:30

 

کابل (پژواک، ٢٧ ليندۍ ٩٤):ولسمشر محمداشرف غني ميدان وردګو ته د سفر پر مهال وويل چې د سيدآباد د بريد عاملان به مجازات شي او د دې ولايت ستونزو  ته د رسيدو لپاره به کار وکړي.

د روانې ليندۍ مياشتې په ١٣مه په سيداباد کې د ملي اردو د هاوان ګولۍ د لګېدو له امله نهه تنه ملکي وګړي چې ډېر يې ماشومان وو، ووژل شول او شپږ نور ټپيان شول.

د ميدان وردګو ولايت مطبوعاتي دفتر ليکي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ دغه ولايت ته سفر ورکړ.

سرچينه ليکي چې له ولسمشر محمد اشرف غني سره په دې سفر کې د کورنیو چارو وزیرنورالحق علومي، د دفاع وزارت لوي درستیز قدم شاه شهيم،  په سياسي چارو کې د ولسمشر سلاکار محمد اکرم خپلواک او يوشمېرنورو چارواکو ګډون کړی وو.

په غوڼده کې چې د ميدان وردګو ولايت په مرکز کې جوړه شوې وه، لومړی د سیدآباد ولسوالۍ شهیدانو فاتحه واخيستل شوه او بيا د ميدان وردګو والي حيات الله حيات  وينا وکړه.

هغه وويل، چې  په تیرو کلونو کې د پخوانیو والیانو د شوي کار پایله ایله د یوي ولسوالۍ په څیر د میدان ښار جوړ شوی بازار دی او په خبره يې لاهم د دې ولايت ولسواليو ته غځيدلی سړکونه نه دي پاخه شوي.

  حیات دغه رازوویل، چې په میدان وردګو ولایت کې د ښاري پراختیا او اقتصادي پرمختک لپاره په پام کې لري، چې د کابل له کمپنۍ څخه د څارویو منډوي، د کندهار د بسونو او د کابل لویدیځي برخې څخه د ګازو او تیلو ذخیرو انتقال سره میدان وردګو کې خلکو ته کاري زمینې برابرې کړي.

په دې غونډه کې د علماؤ په استازولۍ مولوي عبدالعزیز صدیقي خبرې وکړې او ويې ویل، چې دیني عالمانو ته د حکومت پاملرنه د امنیت ټینګښت کې مهم رول لرلای شي.

ورپسي د میدان وردګو د ولایتي شورا رییس  اختر محمد طاهري  وویل، چې دې ولایت ته په لازمه کچه پاملرنه نه ده شوي.

هغه د بڼوالو پر وضعیت اندیښنه وښوده او انتقاد یې وکړ، چې د میدان وردګو ولایت مشهورو مڼو ته بازار موندنه نه ده شوي، چې له امله یې د دې سیمي د خلکو اقتصادي وضعیت نه دی ښه شوی.

د غونډی یوشمیر وینا والو مهمې غوښتنې دا وې، چې د میدان وردګو ولایت د ولسوالیو شمیر دې زیات، ولسوالیو ته غځیدلی سړکونه دي پاخه او  د امنیتي او نورو برخو ترڅنګ د کرنې برخې ته دې ځانګړي پاملرنه وشي.

 

 سرچينه ليکي ولسمشر محمد اشرف غني د میدان وردګو سیدآباد ولسوالۍ د قربانيانو کورنیو او د دې ولایت له ټولو ولسونو مننه وکړه، چې په خبره یې د غم پر وخت یې له بشپړ صبر او زغم څخه کار واخیست.

  غني وویل، چې د میدان وردګو  ولایت د خلکو ستونزو ته به رسیدنه کیږي او زیاته یې کړه، چې د سیدآباد پیښې عاملین به مجازات  او د قانون سره سم د خپلو اعمالو په سزا ورسیږي.

هغه د میدان وردګو خلکو ته په خطاب کې وویل، چې امنیت د حکومت یو هدف دی او د خوندیتوب لپار به یې کارکیږي.

ده وویل، چې له وړاندي ډیري ژمني نه ورکوي خو  د عملي  کار له ترسره کېدو وروسته  به د میدان وردګو ولسونو ته معلومات ورکړي.

 

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.