ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بدخشان کې د نشه يي توکو د روږدو شمېر مخ په زياتېدو دى

په بدخشان کې د نشه يي توکو د روږدو شمېر مخ په زياتېدو دى

author avatar
29 Dec 2015 - 15:43
په بدخشان کې د نشه يي توکو د روږدو شمېر مخ په زياتېدو دى
author avatar
29 Dec 2015 - 15:43

فيض اباد(پژواک، ٨ مرغومى ٩٤): په بدخشان کې د نشه يي توکو د روږدو شمېر مخ پر زياتېدو دى او په دغه ولايت کې د طالبانو تر واک لاندې ساحو کې د کوکنارو د کښت کچه لوړه شوې ده.

د بدخشان ولايتي شورا يوه غړي دا ټکى نن د بدخشان د رضاکار ځوانانو د ټولنيزې سوکالۍ له خوا په رابلل شوې غونډه کې سلګونو ګډونوالو ته څرګند کړ. په دې غونډه کې خلکو ته د نشه يي توکو د زيانونو په اړه پر پوهاوي او په ټولنه کې د نشه يي توکو د ناوړه پايلو په اړه خبرې وشوې.

د بدخشان د ولايتي شورا غړي مولوي عبدالله صديقي وويل چې وزګارتيا مخ په ډېرېدو ده او د طالبانو تر واک لاندې ساحو کې د کوکنارود کښت کچه لوړه شوې ده.

هغه زياته کړه چې ډېرى ځوانان د وزګارتيا په سبب په نشه يي توکو روږدي شوي دي چې دا د ټولنې لپاره يو ستر خطر دى او بايد حل لاره ورته ولټول شي، څو د روږدي کېدو مخه يې ونيول شي.

صديقي زياته کړه چې دولت بايد په دې برخه کې ټينګه پاملرنه وکړي.

خو د بدخشان له نشه يي توکو سره د مبارزې مشر محمد قايد افندي وويل چې د تېر کال په پرتله د کوکنارو د کښت کچه په دغه ولايت کې کمه شوې ده.

د هغه په خبره، په روان کال کې په ارګو، درايم، تيشکان، خاش او جرم ولسواليو کې ١٢٤٦جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوې ده.

هغه خبر دارى ورکړ: ((که راتلونکى کال نا امنۍ زياتې شي، د کوکنارو د کښت کچه به لوړه او د روږدو شمېر به هم ډېر شي.))

منبع، نا امنی و بېکاری را ازدلايل افزایش معتادان خوانده وگفته است که سه مرکز تداوی معتادان، در بدخشان وجود دارد که براى تداوى تمام معتادان کافى نيست.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د جرايمو د کنټرول او له نشه يي توکو سره د مبارزې ادارې UNODC له خوا د پنځو کلونو وړاندې شمېرې ښيي چې په بدخشان کې د روږدو شمېر شاوخوا ٢٦ زره کسانو ته رسېږي.

خو د بدخشان د عامې روغتيا رياست وايي چې د ځوانانو، ماشومانو او ښځو په ګډون په دې ولايت کې شاوخوا ٣٠ زره د نشه يي توکو روږدي شه چې د پنځو کلونو وړاندې په پرتله دوه برابره شوي دي.

د بدخشان د عامې روغتيار ياست د ٢٠ بستريز روغتون ارواپوهې رضيې رستيم حيدري وويل چې دغه روغتون په ١٣٩١ لمريز کال کې فعاليت پيل کړى او تر اوسه يې د ٤٢٠ روږدو درملنه کړې چې ٦٠ يې ښځې او ماشومان دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.