ښرنه (پژواک، ٩ مرغومى ٩٤): د پکتيکا ولايت د جلغوزو سوداګر وايي چې د بازار د نشتوالي له امله يي حاصلات له خرڅلاوه پاتې دي او د افغانستان جلغوزي د پاکستان په نوم پر نورو هېوادونو پلورل کېږي.
پکتيکا د هېواد له سرحدي او غرنيو ولايتونو شمېرل کېږي او ډېرى غرونه يې د جلغوزو ځنګلونه لري.
د پکتيکا د سروضې ولسوالۍ اوسېدونکي دُرمحمد د مرغومي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د اړين بازار د نشتوالي له امله اړ دي چې خپل جلغوزي په ارزانه بيه وپلوري.
هغه وويل: ((څو ورځې وړاندې د ما د خپلو جلغوزو ونې په ١٥ميليونه افغانۍ خرڅې کړې خو څو ورځې وروسته هماغه سوداګر بيا دا زما ونې پر پاکستاني سوداګر پر ٢٠ ميليونه افغانۍ وپلوري.))
دى وايي چې د افغانستان جلغوزي پاکستان ته وړل کېږي او له هغه ځايه بيا نورو هېوادونو ته د پاکستان په نوم انتقالېږي.
په دغه ولايت کې د جلغوزو سوداګر معلم حمدالله پژواک ته وويل چې حکومت بايد هر څه ژر په هېواد کې د جلغوزو د خرڅلاو لپاره يو مناسب بازار جوړ کړي.
ده وويل چې د پکتيکا په ګډون د افغانستان په ډېرو ولايتونو کې د جلغوزو ځنګلونه شتون لري خو دغه جلغوزي د پاکستان په نوم نورو هېوادونو ته لېږول کېږي.
دغه راز د جلغوزو بل سوداګر جمعه خان پژواک ته وويل چې په تېرو څو کلونو کې حکومت د پکتيکا د سوداګرۍ برخې ته اړينه پاملرنه نه ده کړې.
نوموړى وايي: ((د پکتيکا د ارګون، ګيان، ژېړوک، نکې، سرروضې، برمل او ځينې نورې ولسوالۍ د جلغوزو ګڼ ځنګلونه لري، خو د دولت د بې کفايتۍ له امله سوداګر ته پاملرنه نه ده شوې.))
د هغه په خبره، حکومت بايد په پکتيکا کې جلغوزو ته بازار پيدا کړي او د نورو حاصلاتو د زېرمه کولو لپاره يې بايد سړې خونې جوړې کړي.
د ارګون ولسوال محمد رضا هم پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې سوداګر له يو شمېر ستونزو سره مخ دي او د افغانستان جلغوزي نورو هېوادونو ته د پاکستان په نوم صادرېږي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې د جلغوزو د سوداګرو يوه ټولنه هم شتون لري چې اړوند وزارتونه بايد ورسره اړينه همغږي ولري.
login or register a new account.