منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۴۳ غ.و
۹°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

سوداګر: حکومت جلغوزو ته د بازارموندنې لپاره هېڅ هم نه دي کړي

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۷ کتنې

ښرنه (پژواک، ٩ مرغومى ٩٤): د پکتيکا ولايت د جلغوزو سوداګر وايي چې د بازار د نشتوالي له امله يي حاصلات له خرڅلاوه پاتې دي او د افغانستان جلغوزي د پاکستان په نوم پر نورو هېوادونو پلورل کېږي.

پکتيکا د هېواد له سرحدي او غرنيو ولايتونو شمېرل کېږي او ډېرى غرونه يې د جلغوزو ځنګلونه لري.

د پکتيکا د سروضې ولسوالۍ اوسېدونکي دُرمحمد د مرغومي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د اړين بازار د نشتوالي له امله اړ دي چې خپل جلغوزي په ارزانه بيه وپلوري.

هغه وويل: ((څو ورځې وړاندې د ما د خپلو جلغوزو ونې په ١٥ميليونه افغانۍ خرڅې کړې خو څو ورځې وروسته هماغه سوداګر بيا دا زما ونې پر پاکستاني سوداګر پر ٢٠ ميليونه افغانۍ وپلوري.))

دى وايي چې د افغانستان جلغوزي پاکستان ته وړل کېږي او له هغه ځايه بيا نورو هېوادونو ته د پاکستان په نوم انتقالېږي.

په دغه ولايت کې د جلغوزو سوداګر معلم حمدالله پژواک ته وويل چې حکومت بايد هر څه ژر په هېواد کې د جلغوزو د خرڅلاو لپاره يو مناسب بازار جوړ کړي.

ده وويل چې د پکتيکا په ګډون د افغانستان په ډېرو ولايتونو کې د جلغوزو ځنګلونه شتون لري خو دغه جلغوزي د پاکستان په نوم نورو هېوادونو ته لېږول کېږي.

دغه راز د جلغوزو بل سوداګر جمعه خان پژواک ته وويل چې په تېرو څو کلونو کې حکومت د پکتيکا د سوداګرۍ برخې ته اړينه پاملرنه نه ده کړې.

نوموړى وايي: ((د پکتيکا د ارګون، ګيان، ژېړوک، نکې، سرروضې، برمل او ځينې نورې ولسوالۍ د جلغوزو ګڼ ځنګلونه لري، خو د دولت د بې کفايتۍ له امله سوداګر ته پاملرنه نه ده شوې.))

د هغه په خبره، حکومت بايد په پکتيکا کې جلغوزو ته بازار پيدا کړي او د نورو حاصلاتو د زېرمه کولو لپاره يې بايد سړې خونې جوړې کړي.

د ارګون ولسوال محمد رضا هم پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې سوداګر له يو شمېر ستونزو سره مخ دي او د افغانستان جلغوزي نورو هېوادونو ته د پاکستان په نوم صادرېږي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې د جلغوزو د سوداګرو يوه ټولنه هم شتون لري چې اړوند وزارتونه بايد ورسره اړينه همغږي ولري.

ده وويل چې ياده ټولنه هر کال په دغه ولايت کې زرګونو کسانو ته د کار زمينه برابروي چې څلور سوه يې مېرمني وي.

د پکتيکا د کرنې او مالدارۍ رياست د ترويج مدير اکبرخان پژواک ته ومنله چې په دغه ولايت کې د جلغوزو سوداګر له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه وويل چې دغه رياست هڅې کوي تر څو له امکاناتو سره سم په دغه ولايت کې سوداګرو ته اسانتياوې برابر کړي.

دغه راز په سوېل ختيځ زون کې د سوداګرۍ خونې رييس نصير عالميار پژواک ته وويل چې پکتيکا ولايت هر کال ٢،٥ زره ټنه جلغوزې توليدوي.

هغه وايي چې ياد جلغوزي له قاچاقي لارو پاکستان هېواد ته وړل کېږي او بيا هلته تر پروسس وروسته نورو هېوادونو ته صادرېږي.

عالميار وايي چې له ايراني سوداګرو سره يې د دغه زون د جلغوزو په برخه کې خبرې کړې دي او ډېر ژر به يې پايله معلومه شي.

د پکتيکا د کرنې رياست د چارواکو د معلوماتو له مخې، د دغه ولايت په ګيان، زېړوک، اورګون، اومنې، سرروضې، ګومل، سروبي، برمل او نکې ولسوالۍ د جلغوزو ګڼ ځنګلونه شتون لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد