خوست ښار (پژواک، ١٢ مرغومى ٩٤): د خوست ملکي او امنيتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د لسګونه زره بې پلېټه او بې اسنادو موټرو د قانوني کولو په اړه ورته د اسنادو د وېش پر پلان کار کوي.
د خوست د ترافيکو مديريت د معلومات له مخې، دا مهال په دغه ولايت کې پر پلېټ لرونکو موټرو سربېره تر ۵۰ زره زيات بې پلېټه موټر شته چې زياتره هغه يې د کانټينري موټرو په نوم بلل کېږي.
د مسوولينو په وينا، له ياد شمېر څخه هره ورځ شاوخوا ۳۰ زره بې پلېته موټر په خوست ښار او نورو سيمو کې پرته له دې چې پوليس يې د اسنادو پوښتنه وکړي، ګرځي.
د معلوماتو له مخې، ډېری دغه موټر افغانستان ته د پرزې په ډول په کانټينرونو کې رالېږدول کېږي او بيا تر تړلو کېدو وروسته د پلېټ لرونکو موټرو په پرتله په ټيټه بيه بازار ته وړاندې کېږي.
په همدې حال کې د خوست والي حکم خان حبيبي وايي، د دې لپاره چې ياد موټر قانوني بڼه غوره کړي، د پلېټونو او اسنادو د وېش لپاره يې له مرکزي دولت څخه د حکم اخيستلو هلې ځلې پيل کړې دي.
هغه په دې اړه پژواک اژانس ته وويل: ((دا واقعيت دی چې د دغو موټرو د قانوني کېدو پرمهال به خلک له ستونزو سره مخ شي، خو بايد پر ځان ومنو، ځکه قانوني کېدل يې زموږ مجبوريت دی.))
په ۲۰۱۱ ميلادي کال کې د افغانستان وزيرانو شورا د يوې مصوبې پر بنسټ د هېواد په ټولو ولايتونو کې پر بې پلېټه موټرو د قانوني اسنادو د وېش لپاره شپږ مياشتې وخت ورکړی و.
خو د چارواکو په نظر ډېری خلکو د خپلې بې پروايۍ له امله له يادې موقع سالمه ګټه وانه خيستله، خو والي حبيبي وويل هڅه کوي چې د يادې مصوبې پر بنسټ د اسنادو وېش يوه بله زمينه هم برابره کړي.
والي له خوستوالو وغوښتل چې دغه ولايت ته د دې ډول نورو موټرو له رالېږدولو ډډه وکړي، څو وکولای شي د حکم د ترلاس کولو پر مهال ياده پروسه په ښه ډول پر مخ يوسي.
هغه زياته کړه: ((له ټولو خلکو مې هيله دا ده چې د نورو موټرو له را انتقال څخه لاس واخلي. د شته موټرو خاوندان دې د مصوبې هدايت مراعات کړي او نورو هداياتو ته دې منتظر و اوسي.))
حبيبي وويل چې په دې سره به له يوه لوري تر ډېره بريده په ښار کې د زياتې ګڼې ګوڼې مخه ونيول شي او بل خوا به د قانون په حاکميت کې له دوی سره ډېره مرسته وکړي.
د دې تر څنګ د خوست امنيې قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت هم پژواک اژانس ته وويل چې د يادو بې پلېټه يا په اصطلاح کانټينري موټرو د قانوني کولو لپاره يې هڅې پيل کړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن