خوست (پژواک، ١٦ مرغومى ٩٤): د خوست ولايتي شورا وايي، ملي دفاع وزارت د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د هغو پرمختيايي پروژو پر وړاندې خنډونه جوړوي چې د ياد وزارت په اړوندو ځمکو کې منظورې شوې دي.
دغه څرګندونې د خوست د ولايتي شورا رييس عبدالولي واحدزي نن د مرغومي په ۱۶مه يوه خبري کنفرانس ته وکړې.
نوموړي وويل، منظورې شوې پروژې په خوست ښار او ځينو ولسواليو کې بايد په هغو سيمو کې پلې شي چې د ملي دفاع وزارت يې د ملکيت دعوه کوي.
هغه وويل: ((په خوست ښار کې ځينې ځمکې د ملي دفاع وزارت اړوند دي او هغه پرمختيايي پروژې چې موږ ته د مختلفو بنسټونو له خوا راکول کېږي، ملي دفاع يې وزارت يې په مقابل کې عقدوي چلند کوي.))
واحدزي د خوست ښار ختيځ لور ته د کاروان سرای په سيمه کې د سړک او په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د معتادينو روغتون لپاره د احاطې مخنيوی د بېلګې په توګه ياد کړل چې ملي اردو يې مخه نيسي.
نوموړي پر ياد وزارت غږ وکړ چې په خوست کې نور له دې چلند څخه لاس واخلي او د ټولو هغو پروژو چې ګټه يې عام ولس ته رسېږي، نه يواځې مخه ونه نيسي، بلکې همکاري ورسره وکړي.
هغه زياته کړه: ((زه د خوست د ولايتي شورا په استازيتوب پر دفاع وزارت باندې غږ کوم چې ولس دې له ملي اردو سره نه مواجه کوي او دغه عقدوي چلند دې نور د خوست له خلکو سره بس کړي.))
که څه هم تر اوسه په خوست کې د ملي دفاع وزارت د اړوندو ځمکو اندازه نه شي کېدای، خو د خوست د والي مرستيال عبدالواحد پټان هم تاييدوي، چې ځينې پروژې د ملي اردو د مخالفت له امله په ټپه ولاړې دي.
نوموړى له پژواک اژانس سره په خبرو کې د يادې ستونزې د هواري لپاره له مرکزي دولت څخه دغه ولايت ته د ځمکو د ملکيتونو د تصفيې په موخه د يوه پلاوي د رالېږلو غوښتنه کوي.
هغه وويل: ((ولايتي ادارې سره د ملي دفاع وزارت پورې د اړوندو ځمکو اسناد نشته، د دې لپاره چې دغه ځمکې معلومې او ستونزه هواره شي، له مرکزي دولت نه د يوه پلاوي د رالېږلو غوښتنه کوو.))
پټان په ورته وخت کې په خوست کې د ملي اردو له سرتېرو هم غوښتنه وکړه چې د پرمختيايي پروژو د پلې کېدو پر وړاندې خنډونه جوړ نه کړي.
د خوست اوسېدونکی نذيرالله وايي، که د خوست په مرکز کې د ملي دفاع وزارت اړوندې ځمکې ښاروالۍ ته وسپارل شي، د ښار د پراختيا لپاره جوړ شوی، ماسټر پلان په ډېر ښه ډول پلي کېدای شي.
login or register a new account.