Language

خوست کې راتلونکی کال ۶۴۳ پرمختیايي پروژې پلې کېږي

خوست (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٤): د کليو پراختيا او بيارغونې وزير وايي، پلان لري چې راتلونکی کال په خوست کې د ۱۶ ميليونه ډالرو په لګښت ۶۴۳ پرمختيايي پروژې پلې کړي.

وزير نصيراحمد دراني دغه څرګندونې د سلواغې په لومړۍ نېټه په خوست کې هغې غونډې ته وکړې چې د دغه ولايت د ځینو قومي مشرانو، ديني عالمانو او د ملي پيوستون د پروګرام د شوراګانو غړو په کې ګډون کړی و.

نوموړي وويل، په دغو ۶۴۳ پروژو کې پلونه، سربندونه، استنادي ديوالونه، د څښلو د اوبو ذخيرې، کليوالي سړکونه او نورې لويې او وړې پروژې شاملې دي، چې مرکز او ولسواليو کې به پلې شي.

دراني زياته کړه: ((راتلونکی ۱۳۹۵ کالبه خوست د ډېرو پرمختيايي پروژو شاهد وي، موږ پلان لرو چې راتلونکی کال په دغه ولايت کې د ۱۶،۳ ميليونه ډالرو په لګښت يادې پروژې پلې کړو.))

وزير د غونډې ګډونوالو ته وويل چې د دې پروژو په پلي کېدو سره به تر يوه بريده د خوست مېشتو هغو غوښتنو ته څه ناڅه ځواب وويل شي چې په تېرو ۱۴ کلونو کې يې له دولت څخه کړې دي.

هغه دا هم وويل چې په خوست کې به د يادو پروژو تر څنګ بې روزګاره ځوانانو ته د کاري زمينې د برابرولو په موخه د ۷۹ ميليونه افغانيو په لګښت بېلابېل لنډمهال پروګرامونه هم ترسره کړي.

ده زياته کړه: ((د دغو ۷۹ ميليونه افغانيو سره به هغه خوستوالو ځوانانو ته چې بې روزګاره دي، لنډمهاله کاري زمينه برابره شي. په ورته وخت کې به ځينې پرمختيايي پروژې هم پر مخ ولاړې شي.))

د خوست والي حکم خان حبيبي يادې غونډې ته وويل چې په تېرو څوارلسو کلونو په پرمختيايي او د نورو بنسټيزو پروژو په پلي کېدو کې د ولايتونو او ولسواليو تر منځ انډول په نظر کې نه دی نيول شوی.

نوموړي د مرکزي دولت په ځانګړي ډول د کليو پراختيا او بيارغونې له وزير نصيراحمد دراني څخه وغوښتل چې په راتلونکي کې دې ستونزو ته خپله پاملرنه زياته کړي.

خو د کليو پراختيا وزير وايي، د ده هڅه دا ده چې د هېواد په کچه د خلکو د اړتياوو په نظر کې نيولو سره سم په مساوي توګه خپل خدمات عرضه کړي.

د خوست د ولايتي شورا رييس عبدالولي واحدزي يادې غونډې ته په خبرو کې په دغه ولايت کې د ملي پيوستون پروګرام له لوري ترسره شوې پروژې ګټورې وبللې.

واحدزي په دې برخه کې ياد وزارت ته د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د هغو پروژو د پلې کېدو وړانديز وکړ چې د ده په وينا، د سيمو د خلکو بنسټيزې اړتياوې تشکيلوي.

login or register a new account.

Related Topics