خوست (پژواک، ٤ سلواغه ٩٤): د پخواني مجاهدينو يو تازه جوړ شوی سياسي بنسټ وايي، د افغان دولت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې په اړه د روانو خبرو اترو پروسې ته ورګډېږي.
پخواني مجاهدينو او ځينو ديني عالمانو دا څرګندونې "د افغانستان د مجاهدينو د سراسري شورا" په نوم د يوه نوي سياسي بنسټ پرانيست غونډې ته وکړې.
د يادې شورا مشر مولوي محمد سردار ځدراڼ غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل، غواړي چې له وسله والو مخالفينو سره خپل شته روابط پياوړي کړي، څو هغوی راضي کړي چې له افغان دولت سره د خبرو مېز ته کېني.
دى زياتوي: ((افغان دولت بايد د سولې پروسه په بشپړ ډول پخواني مجاهدينو او ديني عالمانو په لاس کې ورکړي؛ ځکه دوی تر بل هر چا له وسله والو طالبانو سره پر ژبه ښه پوهېدلی شي.))
مولوي ځدراڼ د دولت له وسله والو مخالفينو غوښتنه وکړه چې نور له جنګ جګړو لاس واخلي، د افغانستان له اوسني نظام سره يو ځای شي او د هېواد په ابادولو کې ونډه واخلي.
ده زياته کړه: ((موږ مجاهدين پر وسله والو مخالفينو غږ کوو چې نور د وينې تويولو پر ځای د افغانستان له نظام او ولسونو سره يو ځای شي او له دې لارې دې خپل هېواد جوړ او د پرديو له محتاجۍ وژغوري.))
هغه زياته کړه، د افغانستان د مجاهدينو د سراسري شورا له جوړېدو څخه يې عمده موخه په هېواد کې د سولې او ثبات ټينګښت او له افغان دولت سره د وسله والو مخالفينو يو ځای کول دي.
نوموړى وايي، دغه شورا به مرکزي دفتر په کابل کې ولري او د هېواد په زياتره ولايتونو کې به خپلې څانګې پرانيزي.
د يادې شورا يوه غړي ګل قاسم جهاديار بيا په غونډه کې د سولې عالي شورا پر جوړښت نيوکه وکړه او ويې ويل، په ياده شورا کې داسې کسان ځای پر ځای شوي چې کلونه کلونه يې له وسله والو طالبانو سره جنګونه کړي دي.
د هغه په وينا، که چېرې افغان دولت غواړي چې د سولې خبرې سمې مخې ته ولاړې شي، نو د سولې عالي شورا دې منحل او د هغوی واک دې پخوانيو جهادي مشرانو او ديني عالمانو ته ورکړي.
دى وايي: ((د سولې په عالي شورا کې داسې کسان موجود دي چې جنګي مجرمين دي؛ سوله په دې ډول نه راځي چې دښمن له دښمن سره کېنوې، بلکې د دښمن په منځ کې بايد صادق خلک موجود وي.))
څېړونکی او مدني فعال زاهد شاه انګار بيا وايي، هر هغه بنسټ چې په هغه کې د پخوانيو مجاهدينو او ديني عالمانو ونډه زياته وي، خبره يې د ټولنې پر نورو قشرونو ژر اغېز پرېباسي.
login or register a new account.