کلات(پژواک،١٦سلواغه٩٤): د زابل امنيتي چارواکي وايي چې په شهر صفا ولسوالۍ کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
ددې ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال غلام جيلاني فراهي د سلواغې په١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د شهر صفا ولسوالۍ د خواجه بابا په سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته وشوه.
هغه وويل چې په دې نښته کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور طالبان او يو پوليس ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه : (( د يو وژل شوي طالب جسد له موږ سره دى.))
فراهي وايي چې امنيتي ځواکونوپه ياده جګړه کې دوه موټرسايکلونه، يوه مخابره، درې ماينونه او ځينې نور مهمات هم ترلاسه کړي دي.
د دې نښتې په اړه طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن