Language

خوست ښار (پژواک، ١٩ سلواغه ٩٤): د خوست يو شمېر ديني عالمانو او قومي مشرانو د يوې غونډې په ترڅ کې د سولې له روانو خبرو اترو ملاتړ څرګند کړ.

يادو ديني عالمانو او قومي مشرانو همدارنګه د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتنه وکړه چې د بين الافغاني مذکراتو په خاطر له هر ډول شرطونو پرته د خبرو اترو مېز ته کېني.

دوی دا څرګندونې په هغې غونډه کې وکړې چې د ټولنيزې، کلتوري، د عامه پوهاوي او بيارغونې ادارې (OSCAR) له خوا په سوله کې د مدني فعالانو او ځوانانو ونډې ته ځانګړې شوې وه.

قومي مشر سخي جان سرحدي يادې غونډې ته وويل چې د افغان دولت او وسله والو مخالفينو تر منځ د سولې روانو خبرو اترو په تړاو په اسلام اباد او کابل کې د څلور اخيزې غونډې په جوړېدو سره د ډېرو افغانانو په زړونو کې هيلې پيدا شوې.

نوموړي وويل، که چېرې نړيواله ټولنه په ځانګړي ډول د امريکا متحده ايالات ښکېلو خواوو ته د مخامخ خبرو زمينه برابره کړي او بين الافغاني بڼه خپله کړي، نو ډېر ژر به دواړو خواوې يوې موافقې ته سره ورسېږي.

سخي جان سرحدي وويل: ((موږ افغانان په خپل منځ کې په خبره ډېر ښه سره پوهېږو، زموږ ګټې شريکې دي، بهرنيان هېڅکله هم نه شي کولی چې زموږ په منځ کې سوله راولي، څو چې موږ خپل منځ کې سره يو نه شو)).

يو بل قومي مشر مدير شريف الله غونډې ته په خپلو خبرو کې د سولې په برخه کې د افغان دولت وروستي پرمختګونه وستايل، خو ويې ويل چې د نظام په دننه کې يو شمېر کړۍ د سولې روانو خبرو اترو پر وړاندې خنډونه جوړوي.

نوموړي له افغان دولت څخه غوښتنه وکړه چې ټول هغه داخلي او بهرني خنډونه له منځه يوسي، چې د سولې د پرمختګ مخه نيسي.

هغه وويل: ((په دولت کې يو شمېر کسان موجود دي چې دوی خپلې ګټې په جنګ کې لټوي. د دې لپاره چې موږ ضايعات له لاسه نه وي ورکړي، د ټولنې هر فرد بايد د سولې په راتګ کې خپله ونډه واخلي)).

ديني عالم او د سولې ولايتي کمېټې مسوول مولوي حنيف شاه حسيني بيا ياده غونډه کې ټوله پړه په اوسني او په تېر ديارلس کلن دولت واچوله.

نوموړي وويل چې د قانون نه حاکميت، په دولتي ادارو کې د پراخ اداري فساد شتون او بهرنۍ لاسوهنې عمده لاملونه دي چې په هېواد کې يې جنګ تود ساتلی.

هغه وويل: ((اوسني دولت بايد په نظام کې جدي اصلاحات راولي، که چېرې په دولت کې اصلاحات راشي، کيدای شي، چې په هېواد کې ټولې شته ناخوالې له منځه لاړې شي او تل پاتې سوله رامنځته شي.))

login or register a new account.

Related Topics