خوست ښار (پژواک، ٢٧ سلواغه ٩۴): د خوست والي وايي چې په دغه ولايت کې امنيتي ځواکونه ورځ تر بلې پياوړي کېږي او تر ډېره بريده يې د دولت وسله والو مخالفينو د فعاليتونو مخه نيولې ده.
والي حکم خان حبيبي دغه څرګندونې يوه خبري کنفرانس ته وکړې چې د يو لړ پلټونکو عملياتو په ترڅ کې يې له ځينو درنو وسلو سره د يو شمېر وسله والو طالبانو د نيونې په اړه معلومات ورکول.
نوموړي وويل چې دغه پلټونکي عمليات د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د ملي امنيت، ملي اردو او پوليسو له لوري په ګډه د استخباراتي راپورونو پر بنسټ ترسره شوي دي.
حبيبي وويل چې په دغو عملياتو کې د طالبانو د دوو مهمو قوماندانانو په ګډون چې نومونه يې وانه خيستل، اته وسله وال نيول شوي او اوسمهال تر پوښتنو لاندې دي.
هغه زياته کړه: ((۸۴ صندوقه د پيکا، کلاشینکوف او دهشکې مرمۍ، ۵۴ فيره د ميزایل مرمۍ، ۲۰ د ۸۲ ملي متري توپ مرمۍ او ۵۱ د ميزايل سرګلولې له دغو کسانو سره نيول شوې دي.))
والي وويل چې امنيتي ځواکونه د پخوا په پرتله مخ پر ځواکمنېدو دي او د امکان تر بريده يې د وسله والو طالبانو د ورانکارو فعاليتونو مخنيوی کړی دی.
هغه له خلکو وغوښتل چې د دغه ولايت د امنيت او ثبات په ټينګښت کې له حکومتي ځواکونو سره خپله همکاري دوامداره وساتي.
د خوست د ولايتي شورا رييس عبدالولي واحدزي له پژواک اژانس سره په خبرو کې د حکومت د وسله والو مخالفينو پر وړاندې د امنيتي ځواکونو لاسته راوړنې وستايلې.
واحدزي زياته کړه: ((د کومو سيمو خلک چې له دولت سره پوره همکاري لري، هلته هېڅ امنيتي ستونزې نشته. زموږ امنيتي ځواکونه هم پياوړي شوي او د ورانکارو فعاليتونو د مخنيوي پوره وړتيا لري.))
د خوست اوسېدونکي طاهر خان له پژواک اژانس د خبرو پر مهال په دغه ولايت کې له شته ثبات او امنيت څخه خوښي وښوده، خو ويې ويل چې په ښار کې ځيني وخت بمي چاودنې د اندېښنې وړ ګرځي.
هغه له امنيتي منسوبينو وغوښتل چې خپل امنيتي تدابير نور هم سخت کړي او د وسله والو پر وړاندې له جدي غبرګون څخه کار واخلي. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.