Language

خلک د غزني د قره باغ دولتي روغتون له خدمتونو شکایت کوي

غزني ښار (پژواک، ۲۹ سلواغه ۹۴): د غزني ولايت د قره باغ ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دې ولسوالۍ په دولتي روغتون کې درمل نه ورکول کېږي او اړ دي چې له بهره په پیسو درمل ترلاسه کړي.

د افغانستان د اساسي قانون ٥٢مه مادې له مخې، دولت د افغانستان ټولو اتباعو ته د ناروغيو د مخنيوي او د علاج وسيلې او روغتيايي اسانتياوې، د قانون له حكمونو سره سم په وړيا توګه برابروي.

د قره باغ ولسوالۍ په روغتون کې يوه ناروغ لرونکي عبدالحکيم د سلواغې په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه روغتون کې ناروغانو ته درمل نه ورکوي او ناروغان اړ دي چې درمل په بازار کې له درملتونونو څخه ترلاسه کړي.

هغه زياته کړه: ((د ناروغ لپاره مې درمل په بازار کې په بیه واخیستل چې کله مې راوړل نو هغه یې را نه وګرځول او بله نسخه يې راکړه ما ورته وويل چې پيسې راسره نشته چې نوره دوا راوړم نو بيا يې ناروغ راته نه راکاوه چې کور ته یې يوسم.))

دى وايي چې له ډېرو جنجالونو وروسته يې وکولاى شول د زرو کلدارو په ورکولو سره خپل ناروغ او زوى له روغتون څخه وباسي.

دغه راز د عبدالخالق په نوم يو بل ناروغ لرونکي ورته ستونزې يادې کړې او ويې ويل چې د دغه روغتون ډاکتران د نورو دولتي مامورينو خلاف دنده پر لسو بجو پيلوي.

هغه وايي: ((کله چې ډاکتر راشي که دې سر درد کوي او یا دې بله ناروغي وي ټولو ته يو شان درمل ليکي.))

دى وايي چې د قره باغ روغتون ډېرى ډاکتران د مياشتنۍ تنخوا ترڅنګ له خلکو څخه  هم ډېرې پيسې ترلاسه کوي.

ده وويل: ((ډاکتران له خلکو څخه د پيسو د ترلاسه کولو لپاره ډول ډول پلمې جوړوي کله دوا پرې دوه ځلې راوړي او کله هم بله پلمه ورته جوړوي.))

دغه راز د قره باغ ولسوالۍ بل اوسېدونکي ګل محمد پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ د روغتون ډاکتران له يو شمېر درملتونونو سره تړونونه لري.

هغه وويل: ((داسې نسخه درته لېږي چې له يوې دواخانې پرته بل څوک يې نه شي لوستلاى نو مجبور يې چې له هماغې يې واخلې کله چې دوا واخلي نو حتما يې زر روپۍ قيمته درکوي.))

خو د قره باغ روغتون رییس  عتیق الله پوپل پژواک ته وويل چې دغه روغتون له امکاناتو سره سم خلکو ته خدمات وړاندې کوي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.