منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۰۵ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

خلک د غزني د قره باغ دولتي روغتون له خدمتونو شکایت کوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۳ کتنې

غزني ښار (پژواک، ۲۹ سلواغه ۹۴): د غزني ولايت د قره باغ ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دې ولسوالۍ په دولتي روغتون کې درمل نه ورکول کېږي او اړ دي چې له بهره په پیسو درمل ترلاسه کړي.

د افغانستان د اساسي قانون ٥٢مه مادې له مخې، دولت د افغانستان ټولو اتباعو ته د ناروغيو د مخنيوي او د علاج وسيلې او روغتيايي اسانتياوې، د قانون له حكمونو سره سم په وړيا توګه برابروي.

د قره باغ ولسوالۍ په روغتون کې يوه ناروغ لرونکي عبدالحکيم د سلواغې په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه روغتون کې ناروغانو ته درمل نه ورکوي او ناروغان اړ دي چې درمل په بازار کې له درملتونونو څخه ترلاسه کړي.

هغه زياته کړه: ((د ناروغ لپاره مې درمل په بازار کې په بیه واخیستل چې کله مې راوړل نو هغه یې را نه وګرځول او بله نسخه يې راکړه ما ورته وويل چې پيسې راسره نشته چې نوره دوا راوړم نو بيا يې ناروغ راته نه راکاوه چې کور ته یې يوسم.))

دى وايي چې له ډېرو جنجالونو وروسته يې وکولاى شول د زرو کلدارو په ورکولو سره خپل ناروغ او زوى له روغتون څخه وباسي.

دغه راز د عبدالخالق په نوم يو بل ناروغ لرونکي ورته ستونزې يادې کړې او ويې ويل چې د دغه روغتون ډاکتران د نورو دولتي مامورينو خلاف دنده پر لسو بجو پيلوي.

هغه وايي: ((کله چې ډاکتر راشي که دې سر درد کوي او یا دې بله ناروغي وي ټولو ته يو شان درمل ليکي.))

دى وايي چې د قره باغ روغتون ډېرى ډاکتران د مياشتنۍ تنخوا ترڅنګ له خلکو څخه  هم ډېرې پيسې ترلاسه کوي.

ده وويل: ((ډاکتران له خلکو څخه د پيسو د ترلاسه کولو لپاره ډول ډول پلمې جوړوي کله دوا پرې دوه ځلې راوړي او کله هم بله پلمه ورته جوړوي.))

دغه راز د قره باغ ولسوالۍ بل اوسېدونکي ګل محمد پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ د روغتون ډاکتران له يو شمېر درملتونونو سره تړونونه لري.

هغه وويل: ((داسې نسخه درته لېږي چې له يوې دواخانې پرته بل څوک يې نه شي لوستلاى نو مجبور يې چې له هماغې يې واخلې کله چې دوا واخلي نو حتما يې زر روپۍ قيمته درکوي.))

خو د قره باغ روغتون رییس  عتیق الله پوپل پژواک ته وويل چې دغه روغتون له امکاناتو سره سم خلکو ته خدمات وړاندې کوي.

هغه وايي چې د هرې ولسوالۍ لپاره د وګړو د شمېر له مخې روغتون ته امکانات ورکول کېږي خو د قره باغ روغتون ته له ناوې، واغظ، اب بند، اندړو او مقر ولسواليو څخه هم ناروغان ورځي چې دوى نه شي کولاى ټولو ته سمه رسېدنه وکړي.

هغه دا هم وويل: ((زموږ ډاکتران په خپل وخت راځي، خو معمولاً ډاکتران له اتو څخه تر نهو پورې ويزټ لري نو ځکه نوي مريضان نه شي کتلاى.))

دغه راز د غزني ولايت د عامې روغتيا رييسې ضياګل اسفنديي پژواک ته وويل چې د قره باغ ولسوالۍ په روغتون کې ځيني ستونزې شتون لري.

هغې په دې اړه نور جزئيات وړاندې نه کړل خو زياته يې کړه: ((په هر دولتي روغتون کې درمل وړیا دي که هر څوک پیسې اخلي دا يو  غیر قانوني کار دى.))

خو اسفنده يي وايي چې ډېر ژر به د قره باغ روغتون د ستونزو د حل په موخه يو پلاوى واستوي.

قره باغ د غزني ښار سوېل ته د کابل_کندهار پر لويه  لار پرته ولسوالۍ ده چې يو شمېر سيمې يې د دولت د وسله والو مخالفينو په لاس کې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا