Language

“د کفن پیسو نه درلودو له امله شپږ مړي یوه شپه او ورځ کور کې راته اېښي وو”

خوست (پژواک، ٢ کب ٩٤): په يوه ځانمرګي بريد کې د خوست یوه قرباني شوې کورنۍ وايي چې شپږ جنازې يې په يو وخت کور ته ور دننه شوې، خو له دوى سره يې د کفن او تدفين پيسې نه وې، له همدې امله مړي یوه شپه او ورځ د کور په انګړ کې کتار اېښي وو.

دغه کورنۍ وايي چې اوس هم له سختو اقتصادي ستونزو سره مخه ده، د دولت، مرستندويه ادارو او خيريه ټولنو لومړنيو خوراکي توکو مرستو ته جدي اړتيا لري.

دوی پر دولت او نورو مرسته کوونکو ادارو نيوکې لري چې د پېښې په لومړيو کې يې د ۱۰۰زره افغانيو له ورکړې وروسته بيا د دوی د ژوند د وضعيت هېڅ پوښتنه ونه کړه.

ياد ځانمرګی د ۲۰۱۲ ميلادي کال د جون مياشتې په شپږمه نېټه غرمه مهال دوولس بجې د خوست ښار د سپين جومات تر څنګ پر افغان او امريکايي ځواکونو داسې مهال وشو چې د عامو وګړو په بای متريک معايناتو بوخت وو.

بای متریک نوي ټکنالوجیکي معاینات دي چې بهرني ځواکونه او ځینې ادارې د انسان د سترګو او ګوتیو د نښو په اخیستو سره مجرم کس معلوموي.

عيني شاهدانو ويل، ځانمرګی بريد کوونکی پلی روان و، کله چې امريکايي ځواکونو ته ورسېد، پر ځان پورې تړلي واسکټ ته يې چاودنه ورکړه.

په دې پېښه کې په ټوليز ډول د ځينو امريکايي عسکرو پر مرګ ژوبلې سربېره تر ۲۰ ډېر ملکي وګړي ووژل شول او شاوخوا ۴۰ نور ټپيان شول.

په دې پېښه کې زياتره وژل شوي او ټپيان هغه کسان وو چې د يوې مړۍ ډوډۍ ترلاسه کولو په خاطر يې د پلې لارې څنډې ته موچي توب کاوه او يا يې د سړک پرغاړه مېوې خرڅولې.

شاوخوا ۳۲ کلن تيمور شاه چې د خوست ښار اړوند سوېل لور ته د پنزايي سيمې اوسېدونکی دی، پژواک اژانس ته وويل چې په ياد ځانمرګي بريد کې يې د خپلې کورنۍ ۶ نارينه غړي له لاسه ورکړي.

تيمورشاه وايي چې له لاسه ورکړو، وروڼو او ترونو يې د خوست ښار د سپين جومات تر څنګ په پلیو لارو کې موچي توب کاوه چې يوه غرمه ناڅاپه پر بهرنيو ځواکونو په شوي ځانمرګي بريد کې قرباني شول.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې په يو وار يې کور ته شپږ جنازې يو ځای راغلې، خو د کفن لپاره یې د کافي پيسو د نشتوالي له امله يوه شپه او ورځ په انګړ کې کتار ايښي وو او دوی يې سر ته ناست وو.

هغه په ژړغوني غږ زياته کړه: ((ښځې او ماشومان ټول په ژړا ستړي شول، په سترګو کې مو اوښکې وچې شوې. بې کفنه خو مو نه شوی خښولی، اخر حکومت راسره په کفن کولو او خښولو کې مرسته وکړه.))

login or register a new account.