منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۶ غ.م
۳°نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“د کفن پیسو نه درلودو له امله شپږ مړي یوه شپه او ورځ کور کې راته اېښي وو”

· ۷ دقیقې لوستل · ۱۲۴ کتنې

خوست (پژواک، ٢ کب ٩٤): په يوه ځانمرګي بريد کې د خوست یوه قرباني شوې کورنۍ وايي چې شپږ جنازې يې په يو وخت کور ته ور دننه شوې، خو له دوى سره يې د کفن او تدفين پيسې نه وې، له همدې امله مړي یوه شپه او ورځ د کور په انګړ کې کتار اېښي وو.

دغه کورنۍ وايي چې اوس هم له سختو اقتصادي ستونزو سره مخه ده، د دولت، مرستندويه ادارو او خيريه ټولنو لومړنيو خوراکي توکو مرستو ته جدي اړتيا لري.

دوی پر دولت او نورو مرسته کوونکو ادارو نيوکې لري چې د پېښې په لومړيو کې يې د ۱۰۰زره افغانيو له ورکړې وروسته بيا د دوی د ژوند د وضعيت هېڅ پوښتنه ونه کړه.

ياد ځانمرګی د ۲۰۱۲ ميلادي کال د جون مياشتې په شپږمه نېټه غرمه مهال دوولس بجې د خوست ښار د سپين جومات تر څنګ پر افغان او امريکايي ځواکونو داسې مهال وشو چې د عامو وګړو په بای متريک معايناتو بوخت وو.

بای متریک نوي ټکنالوجیکي معاینات دي چې بهرني ځواکونه او ځینې ادارې د انسان د سترګو او ګوتیو د نښو په اخیستو سره مجرم کس معلوموي.

عيني شاهدانو ويل، ځانمرګی بريد کوونکی پلی روان و، کله چې امريکايي ځواکونو ته ورسېد، پر ځان پورې تړلي واسکټ ته يې چاودنه ورکړه.

په دې پېښه کې په ټوليز ډول د ځينو امريکايي عسکرو پر مرګ ژوبلې سربېره تر ۲۰ ډېر ملکي وګړي ووژل شول او شاوخوا ۴۰ نور ټپيان شول.

په دې پېښه کې زياتره وژل شوي او ټپيان هغه کسان وو چې د يوې مړۍ ډوډۍ ترلاسه کولو په خاطر يې د پلې لارې څنډې ته موچي توب کاوه او يا يې د سړک پرغاړه مېوې خرڅولې.

شاوخوا ۳۲ کلن تيمور شاه چې د خوست ښار اړوند سوېل لور ته د پنزايي سيمې اوسېدونکی دی، پژواک اژانس ته وويل چې په ياد ځانمرګي بريد کې يې د خپلې کورنۍ ۶ نارينه غړي له لاسه ورکړي.

تيمورشاه وايي چې له لاسه ورکړو، وروڼو او ترونو يې د خوست ښار د سپين جومات تر څنګ په پلیو لارو کې موچي توب کاوه چې يوه غرمه ناڅاپه پر بهرنيو ځواکونو په شوي ځانمرګي بريد کې قرباني شول.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې په يو وار يې کور ته شپږ جنازې يو ځای راغلې، خو د کفن لپاره یې د کافي پيسو د نشتوالي له امله يوه شپه او ورځ په انګړ کې کتار ايښي وو او دوی يې سر ته ناست وو.

هغه په ژړغوني غږ زياته کړه: ((ښځې او ماشومان ټول په ژړا ستړي شول، په سترګو کې مو اوښکې وچې شوې. بې کفنه خو مو نه شوی خښولی، اخر حکومت راسره په کفن کولو او خښولو کې مرسته وکړه.))

د تيمورشاه کورنۍ په ټوليز ډول ۵۱ غړي لري چې شاوخوا ۳۵ يې ماشومان دي او په پنزايې سيمه کې د يوه کوچني کور په وړو، وړو خونو کې د غريبۍ شپې ورځې تېروي.

نوموړي وويل، په کورنۍ کې دوه داسې ماشومان هم لري چې د خپلو پلرونو تر مړينې څو مياشتې وروسته زېږېدلي دي.

د هغه په وينا، د ټولې کورنۍ د لګښتونو پوره کول د ده پر غاړه دي او په ښار کې مزدوري کوي، خو ويې ويل چې د ورځې يو وخت ډوډۍ هم په پوره ډول نه شي برابرولی.

نوموړي زياته کړه: ((دوکاندارانو ته د اهن چادرو له تختو څخه ځيني شيان جوړوم. که دا کار نه وي، بيا ورځنۍ مزدوري کوم، خو کورنۍ مې ډېر لګښت ته اړتيا لري. زما وس نه ورته رسېږي.))

د جګړې د يادو قرباني شوو کسانو د کورنۍ دغه غړي همدارنګه وويل چې له ډېرو سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او لومړنيو خوراکي موادو ته جدي اړتيا لري.

د دې کورنۍ يوې بورې مور چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي پژواک اژانس ته وويل چې تر پېښې مخکې يې اقتصادي وضعيت ښه و، خو له هغه را وروسته له ډېر بد وضعيت سره مخ شوي دي.

هغې زياته کړه: ((زوی، ورور، زوم، دوه مې د تره زامن او يو مې د ترور لمسی په ياد بريد کې يو ځای ووژل شول. ډوډۍ خوړلو ته ناست وو. مړۍ يې په خوله او لاس کې وه چې ساه وي يې ختلې وې.))

نوموړې همدارنګه وويل چې د دولت، افغاني سرې مياشتې او د ځينو موسسو دروازې يې ډېرې ټکولې دي، خو چا ورسره لازمه مرسته نه ده کړې.

يادې بورې مور چې په ژړا، ژړا يې له پژواک اژانس سره خبرې کولې او له سترګو روانې اوښکې يې ژر، ژر په ټېکري پاکولې، وويل چې د درېيو کلونو په تېرېدو سره يې اوس هم په کور کې هره ورځ ماتم جوړ وي.

هغې وويل: ((واړه، واړه بچيان او کونډې په کور کې راته پاتې دي. زه او نورې ښځې ټوله ورځ ژاړو. هېڅ ځمکه ځای نه راکوي. کله کله په چيغو، چيغو وژاړم.))

د يادې کورنۍ يوې بلې بورې مور پژواک اژانس ته وويل چې د کورنۍ لوی غړي يې زياتره وخت وږي وي او دومره پيدا کوي چې ماشومانو ته يې ورکړي.

هغې زياته کړه چې د ژمي په دې سړه هوا کې د کوټو تودولو لپاره لرګي هم نه لري او ماشومان يې د لرګيو په منډوي کې د لرګيو ميده ګي راټولوي او بيا پرې پخلی کوي.

دې وويل: ((په لومړي کال يې يو، يو لک افغانۍ راکړې، وروسته بيا چا مرسته نه ده راسره کړې. له دولت او بډايه خلکو څخه غواړو چې له موږ سره د لومړنيو خوراکي او سون توکو مرسته وکړي.))

د خوست د ولايتي شورا غړی قديم افغان وايي چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د فرمان له مخې د ده د معلوماتو پر بنسټ د وژل شوي کس کورنۍ ته ۱۰۰زره افغانۍ او ټپي کس ته ۵۰ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې له دې سره جوخت بايد د قرباني شوو کسانو کورنۍ د کار، ټولنيزو، شهيدانو او معلولينو چارو له رياست سره ثبت او خپل مياشتنی يا کلنی مقرر شوی معاش ورکړل شي.

نوموړي زياته کړه: ((دا چې په دې برخه کې ياد رياست څومره کار کړی، کوم باوري معلومات نه لرم، خو ياد رياست بايد دا موضوع جدي ونيسي.))

قديم افغان د امنيتي ارګانونو له لوري د پېښې د تعقيب په اړه وويل چې په ټوليز ډول په افغانستان کې د نا امنيو پېښو د عاملينو د نيونې او يا هغوی ته د سزا ورکولو لپاره لازم اقدامات نه ترسترګو کېږي.

هغه زياته کړه: ((لومړی خو حکومت د مجرمينو په نيولو پسې نه ګرځي، بيا هم که څوک ونيول شي، د پيسو په مقابل کې برائت ترلاسه کوي او خوشي کېږي.))

نوموړي له دولته وغوښتل چې د ولس پر وړاندې د هرې پېښې د مجرمينو په نيولو او سزا رسولو کې له ناغېړۍ ډډه وکړي او خپل مسووليت په سمه توګه ترسره کړي.

د خوست د کار، ټولنيزو، شهيدانو او معلولينو چارو رييس کمال الدين ځدراڼ وايي چې له ۱۳۵۷ هـ ل کال راهيسې بيا تر ننه اکثريت وژل شوي او يا ټپيان له دوی سره ثبت دي او معاشونه ورکول کېږي.

نوموړي له پژواک اژانس سره د خبرو پر مهال وويل، کېدای شي د ځينو قرباني شوو کسانو کورنيو ته مراجعه نه وي کړې او له خپل ځانونه يې نه وي ثبت کړي.

ځدراڼ وايي: ((د قانون له مخې د هر وژل شوي او يا ټپي کس کورنۍ بايد له قوماندانۍ، نورو امنيتي ارګانونو، ولايت، زموږ رياست او بالاخره تر وزارت پورې ټول پړاوونه بشپړ کړي.))

نوموړي زياته کړه چې د وژل شوي کس کورنۍ ته په کلني ډول ۶۰زره افغانۍ او ټپي کس ته ۳۰زره افغانۍ د معاش په توګه ورکول کېږي.

پژواک هڅه وکړه چې د ياد ځانمرګي بريد د عاملينو د نيوې او يا د پېښې د بشپړې څېړنې په اړه له امنيتي ارګانونو په ځانګړي له امنيې قوماندانۍ هم معلومات واخلي، خو کوم ځواب يې ترلاسه نه شو کړای.

په همدې حال کې د خوست د والي وياند مبارزمحمد ځدراڼ وايي چې ولايتي اداره په جګړه کې د قرباني شوو کورنيو ستونزو ته متوجه شوې او د مرستو جدي پرېکړه يې کړې ده.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې والي حکم خان حبيبي په دې برخه کې په پرلپسې اداري ناستو کې افغاني سرې مياشتې، د کليو پراختيا رياست او د بيړنيو پېښو پروړاندې د چمتووالي ادارې ته جدي سپارښتنه کړې ده.

ځدراڼ زياته کړه: ((والي همدارنګه د مهاجرت له نړيوال سازمان او ځينو نورو ادارو څخه چې له کډوالو سره د مرستې چارې پر مخ وړي، د جګړې له قرباني شوو کورنيو سره هم د مرستو غوښتنه کړې ده))

په ټوليز ډول د افغانستان په کچه زياتره هغه کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، چې په روانه جګړه يې د کورنۍ سرپرست غړي له لاسه ورکړي دي.

معمولاً د دا ډول کورنيو غړي پر دولت او مرستندويه ټولنو نيوکې لري چې تر يوې اندازې لومړنۍ نغدي مرستې وروسته يې بيا هېڅ پوښتنه نه ده کړې او نه يې هم د دوی غږ اورېدلی دی.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه