Language

د کابل_لوګر د دويم سړک د جوړونې چارې پيل شوې

پل علم(پژواک،١١کب٩٤): د کابل_ لوګر د دويم سړک د جوړونې چارې د څه کم شپږ سوه ميليونو افغانيو په لګښت پيل شوې.

د يادشوي سړک د پرانيستې په غونډه کې د فوايدعامې وزير محمودبليغ، د لوګر والي محمد حليم فدايي، د ملي شورا غړو، سيمه ييزو چارواکو او عامو خلکو ګډون کړى و.

په دې غونډه کې د فوايدعامې وزير وويل چې د کابل_لوګر د دويم سړک چارې به په درېيو پړاونو کې بشپړې شي.

د هغه د معلوماتو له مخې،لومړۍ برخه يې چې ٢١ کيلومتره کيږي، د کابل د موسهي ولسوالۍ له دشت سقاوې سيمې څخه پيليږي او د لوګر تر محمد اغې ولسوالۍ پورې به ادامه ولري.

ده زياته کړه: ((موږ نن همدا برخه پيلوو چې ٥٩٧ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي.))

د بليغ په وينا، دغه سړک به لس متره سور ولري چې د جوړونې لګښت يې هم له ملي بوديجي څخه ورکول کيږي.

ده وويل چې د کابل_لوګر د  دويم سړک، دويم پړاو له محمداغې ولسوالۍ څخه د لوګر تر مرکز پل علم پورې او درېيم پړاو يې د کابل له ټانګ لوګر سيمې څخه پيل او د موسهي ولسوالۍ د دشت سقاوې سيمې پورې به وغځول شي.

بليغ وايي چې د دويم او درېيم پړاونو سروې او ډيزاين هم بشپړ شوي او ډير ژر به داوطلبۍ ته وسپارل شي.

په دې غونډه کې د لوګر والي محمد حليم فدايي وويل چې دغه سړک بايد په لوړ کيفيت ورغول شي.

هغه وويل چې ددې سړک د کارکوونکو د امنيت په ساتلو کې به نه ستړي کېدونکې هلې ځلې وکړي.

دغه راز د لوګر د ولايتي شورا غړي محمد ناصرغيرت د ياد شوي سړک پر جوړيدو خوښي وښوده خو ټينګار يې وکړ چې ددې سړک کارکوونکي بايد د لوګر اوسېدونکي وي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.