پل علم(پژواک،١١کب٩٤): د کابل_ لوګر د دويم سړک د جوړونې چارې د څه کم شپږ سوه ميليونو افغانيو په لګښت پيل شوې.
د يادشوي سړک د پرانيستې په غونډه کې د فوايدعامې وزير محمودبليغ، د لوګر والي محمد حليم فدايي، د ملي شورا غړو، سيمه ييزو چارواکو او عامو خلکو ګډون کړى و.
په دې غونډه کې د فوايدعامې وزير وويل چې د کابل_لوګر د دويم سړک چارې به په درېيو پړاونو کې بشپړې شي.
د هغه د معلوماتو له مخې،لومړۍ برخه يې چې ٢١ کيلومتره کيږي، د کابل د موسهي ولسوالۍ له دشت سقاوې سيمې څخه پيليږي او د لوګر تر محمد اغې ولسوالۍ پورې به ادامه ولري.
ده زياته کړه: ((موږ نن همدا برخه پيلوو چې ٥٩٧ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي.))
د بليغ په وينا، دغه سړک به لس متره سور ولري چې د جوړونې لګښت يې هم له ملي بوديجي څخه ورکول کيږي.
ده وويل چې د کابل_لوګر د دويم سړک، دويم پړاو له محمداغې ولسوالۍ څخه د لوګر تر مرکز پل علم پورې او درېيم پړاو يې د کابل له ټانګ لوګر سيمې څخه پيل او د موسهي ولسوالۍ د دشت سقاوې سيمې پورې به وغځول شي.
بليغ وايي چې د دويم او درېيم پړاونو سروې او ډيزاين هم بشپړ شوي او ډير ژر به داوطلبۍ ته وسپارل شي.
په دې غونډه کې د لوګر والي محمد حليم فدايي وويل چې دغه سړک بايد په لوړ کيفيت ورغول شي.
هغه وويل چې ددې سړک د کارکوونکو د امنيت په ساتلو کې به نه ستړي کېدونکې هلې ځلې وکړي.
دغه راز د لوګر د ولايتي شورا غړي محمد ناصرغيرت د ياد شوي سړک پر جوړيدو خوښي وښوده خو ټينګار يې وکړ چې ددې سړک کارکوونکي بايد د لوګر اوسېدونکي وي.
د لوګر ولايت د محمد اغې ولسوالۍ د سرخ اباد سيمې اوسېدونکي عبيدالله پژواک ته وويل: (( موږ ډير خوشحاله يو چې دغه سړک جوړيږي ځکه چې زموږ يو شمېر وزګارو ځوانانو ته به د کار زمېنه هم برابره شي.))
هغه وايي چې د کابل_لوګر په پخواني سړک به ډيره ګڼه ګوڼه وه چې له امله يې به يې کله نا کله ترافيکي پېښې هم رامنځته کيدې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










