خوست ښار ( پژواک، ٢٥ کب ٩٤): په خوست کې د دوو کورنيو ترمنځ شاوخوا دېرش کلنه دښمني د قومونو پيوستون شورا له لارې حل او دواړو غاړو يو او بل ته د دوستۍ لاسونه ورکړل.
په قومونو او قبايلو چارو کې د اجراييوي رياست سلاکار غازي نوازي تڼي د کب په ٢٥مه، دې دښمنۍ د پای ته رسېدو پرمهال پژواک اژانس ته وويل، چې په ترڅ کې يې له دواړو کورنيو درې درې کسان وژل شوي دي.
نوموړي وويل، چې ستونزه د يوې اندازه پيسو پرسررامنځته شوې وه، چې له څه مودې راهيسې يې د قومونو پيوستون شورا د هواري لپاره ډېرې هلې ځلې وکړې، چې په پايله کې يې بريالي هم شول.
غازي نواز زياته کړه،چې په دې سره به په خوست کې نورې هغه کورنۍ چې له يو بل سره شخصي دښمنۍ لري، د دوستي ورکولو پيغام ورکړي.
هغه زياته کړه : ((دا به د خوست په نورو قومونو باندې هم مثبت تاثير ولري، هغه دښمنۍ چې په دې ولايت کې د خلکو ترمنځ موجودې دي، د هغوی لپاره به د سولې دروازه خلاصه شي.))
نوموړي وويل، دوی غواړي چې د قومونو او قبيلو ترمنځ هغه خپلمنځي شخړې او لانجې چې له ډېر پخوا راهېسې يې سره پالي، د قومي مشرانو او ديني عالمانو په همکارۍ د تل لپاره هوارې کړي.
دغو دواړو کورنيو نن د يوې غونډې په ترڅ کې د قومي دود له مخې له شګو جوړې شوې دوې ټوپۍ ړنګې او د وژل شويو کسانو حقونه يې يو او بل ته ور وبښل.
د يوې پخلا شوې کورنۍ مشر حاجي دم ساز په خپلو خبرو کې وويل، چې جنګ جګړې له مرګ ژوبلې پرته بله هيڅ هم له ځان سره نه لري.
نوموړي له ټولو خلکو غوښتنه وکړه، چې ټولې هغه لويې او وړې ستونزې او لانجې، چې دوی يې له يو بل سره لري، د خبرو له لارې هوارې کړې.
هغه زياته کړه: ((خپلو اولادونو ته وسلې په لاس کې مه ورکوئ، بلکې هغوی ته قلم ورکړئ، له بديو نه دې نفرت وکړي، ترڅو سولې او ورورولۍ ته تل وهڅېږي.))
د مقابلې بلې پخلا شوې کورنۍ مشر حاجي اول خان هم په خپلو خبرو کې له ټولو افغانانو غوښتنه وکړه، چې په خپلو کې دې په وړو وړو مسايلو جنګونه او دښمنۍ نه کوي.
هغه وويل: ((دا په سوله او امنيت باندې زيات رول لري، که چېرې موږ دغو دښمنيو ته د پای ټکی کېږدو، نو ځوانان نه غواړي، چې دا بدي وکړي.))
login or register a new account.