Language

“اروپايي هېوادونه باید افغان کډوال په زور ونه باسي”

مزارشریف (پژواک، ۱۴ وری ۹۵): د کډوالو چارو وزارت چارواکي له هېواده د کډوالى ستر لاملونه بېکاري او نا امني بولي او زياتوي چې اروپايې هېوادونه بايد افغانان په زور له خپلو هېوادونو ونه باسي.

د کډوالو چارو وزارت د څېړنې او مطالعاتو مرکز رييس علي رضا موحدي د وري په ۱۴مه له غرمې وروسته په مزارشريف ښار کې د کډوالۍ په تړاو غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې له هېواده د کډوالۍ له ټولو ستر لاملونه نا امني او بېکاري دي.

نوموړي زياته کړه چې په تېره يوه کلنه لړۍ کې ۲۵۰زره افغانان د اروپايي هېوادونو کډوالۍ ته اړ شوي دي.

د هغه په وينا، په دې کډوالۍ کې زياته برخه له افغانستانه وتلي کسان دي؛ خو ځيني افغانان چې له پخوا په روسيه، ايران او نورو ګاونډيو هېوادونو کې مهاجر وو، د اروپا په لور مهاجرت ته زړه ښه کړی دی.

موحدي وويل چې که څه هم دوی اروپايي هېوادونو ته د افغانانو د مهاجرت په مخنيوي کې په بېلابېلو ډولونو تبليغاتي چارې ترسره کوي؛ خو دې ته هم چمتو نه دي چې اروپايي هېوادونو ته مهاجر شوي افغانان دې په زور بېرته و ايستل شي.

نوموړي زياته کړه چې په همدې موخه يې له ځينو اروپايي هېوادونو سره د تفاهم پيدا کېدو هڅې هم کړې دي.

د هغه په وينا، که چېرې په اروپايي هېوادونو کې يو مهاجر افغان د هغه هېواد قوانينو په نظر کې نيولو سره هلته د اوسېدو جوګه نه وي؛ نو بايد له نړيوالو اصولو سره برابره چلند ورسره وشي.

موحدي وويل چې دمګړۍ افغانستان د دې جوګه نه دی چې ترې وتلي افغانان بېرته په ډله یيز ډول راستانه کړای شي.

د بلخ د مهاجرينو رييس د يادې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې اروپايي هېوادونو ته د تېر يو کلن مهاجرت په لړ کې د دغه ولايت اوسېدونکو هم مهاجر شوي دي.

نوموړي د بلخ د کډوال شوو کسانو په اړه کره معلومات نه لرل؛ خو په مزارشريف کې د المان قونسلګرۍ د معلوماتو پر بنسټ يې زياته کړه چې د ټول شمال په کچه له ۱۵۰زره څخه ډېر کسان په تېر يو کال کې اروپايي هېوادونو ته کډوال شوي دي.

 

login or register a new account.

Related Topics