Language

بلخ کې د کرنې، انجنیري او ځینو نورو زده کړو لپاره یو کمپلکس جوړ شو

مزارشريف (پژواک، ۱۷ وری ۹۵): په بلخ ولايت کې د کرنې، انجنيري او ښوونې او روزنې تخنيکي او مسلکي زده کړو د ودانيو کمپلکس ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د يادو ودانيو کمپلکس چې د المان په مالي مرسته جوړ شوى، د نهر شاهي ولسوالۍ په تخته پل سيمه کې د وري په ۱۷مه د پوهنې وزير او د المان هېواد د اقتصاد وزارت د استازي له خوا پرانيستل شو.

په يادو مراسمو کې د المان د اقتصاد وزارت استازي له افغانستان سره د مرستو په دوام ټينګار وکړ.

د پوهنې وزارت تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال رحيل احمد فورملي د پرانيست غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کمپلکس د المان هېواد له خوا د ۱۳ ميليونه يورو په لګښت جوړ او ګټې اخيستنې ته چمتو شو.

نوموړي زياته کړه چې په ياد کمپلکس کې د مسلکي او تخنيکي زده کړو د انجنيري، کرنې او ښوونې او روزنې ودانۍ شاملې دي.

د هغه په وينا، دغه ودانۍ د تيوريک او عملي درسونو د تجهيزاتو او د ودانيو د جوړښت له امله د سيمې په کچه په نړيوال معيار جوړه شوې ده.

فورملي وويل چې يادې ودانۍ په يو وخت کې د ۲۱۶۰ زده کوونکو د تدريس ظرفيت لري.

د پوهنې وزير اسدالله حنيف بلخي د پرانيست غونډې په څنډه کې له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې د تخنيکي او مسلکي زده کړې د هېوادونو د اقتصادي پرمختګ لپاره لار هواروي.

نوموړي زياته کړه چې په ټول هېواد کې د مسلکي او تخنيکي زده کړو ۲۹۰ مرکزونه شته چې ځيني يې د تجهيزاتو له کمښت سره مخ وګڼل.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.