منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۵ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بلخ کې د کرنې، انجنیري او ځینو نورو زده کړو لپاره یو کمپلکس جوړ شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۷ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۱۷ وری ۹۵): په بلخ ولايت کې د کرنې، انجنيري او ښوونې او روزنې تخنيکي او مسلکي زده کړو د ودانيو کمپلکس ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د يادو ودانيو کمپلکس چې د المان په مالي مرسته جوړ شوى، د نهر شاهي ولسوالۍ په تخته پل سيمه کې د وري په ۱۷مه د پوهنې وزير او د المان هېواد د اقتصاد وزارت د استازي له خوا پرانيستل شو.

په يادو مراسمو کې د المان د اقتصاد وزارت استازي له افغانستان سره د مرستو په دوام ټينګار وکړ.

د پوهنې وزارت تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال رحيل احمد فورملي د پرانيست غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کمپلکس د المان هېواد له خوا د ۱۳ ميليونه يورو په لګښت جوړ او ګټې اخيستنې ته چمتو شو.

نوموړي زياته کړه چې په ياد کمپلکس کې د مسلکي او تخنيکي زده کړو د انجنيري، کرنې او ښوونې او روزنې ودانۍ شاملې دي.

د هغه په وينا، دغه ودانۍ د تيوريک او عملي درسونو د تجهيزاتو او د ودانيو د جوړښت له امله د سيمې په کچه په نړيوال معيار جوړه شوې ده.

فورملي وويل چې يادې ودانۍ په يو وخت کې د ۲۱۶۰ زده کوونکو د تدريس ظرفيت لري.

د پوهنې وزير اسدالله حنيف بلخي د پرانيست غونډې په څنډه کې له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې د تخنيکي او مسلکي زده کړې د هېوادونو د اقتصادي پرمختګ لپاره لار هواروي.

نوموړي زياته کړه چې په ټول هېواد کې د مسلکي او تخنيکي زده کړو ۲۹۰ مرکزونه شته چې ځيني يې د تجهيزاتو له کمښت سره مخ وګڼل.

د افغانستان لپاره د المان هېواد اقتصاد وزارت استازي سټېفن اوسوا په پرانيست غونډه کې د خبرو پر مهال وويل چې افغانستان بايد د نورو زده کړو تر څنګ مسلکي او تخنيکي زده کړو ته ډېره پاملرنه وکړي.

نوموړي زياته کړه چې المان د همدې زده کړو پر مټ خپل اقتصاد پياوړی کړی او افغانستان هم دغه تجربه کولی شي.

د هغه په وينا دوی په ورته پرمختګونو کې له افغانستان سره ملګري دي او يوازې به يې پرې نه ږدي.

سټېفن وويل، دوی هڅه کوي چې د افغان ځوانانو لپاره په خپل هېواد کې داسې اسانتياوې برابرې کړي چې نورو ملکونو ته پر مهاجرت مجبور نه شي.

نوموړي زياته کړه چې د مسلکي زده کړو په ترسره کولو سره به په افغانستان کې د کار فني قوه رامنځته شي او ورسره به د بېکارۍ ستونزه هم څه نا څه حل شي.

د پوهنې وزير بلخي وويل چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو دېرش استادان به د ماسټرۍ لپاره او ۶۰۰ زده کوونکي به د ليسانس درجې زده کړو لپاره بهر ملکونو ته واستول شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه