Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د خوست خلکو له حکومته بنسټیزې پروژې وغوښتې

د خوست خلکو له حکومته بنسټیزې پروژې وغوښتې

author avatar
25 Apr 2016 - 16:18
د خوست خلکو له حکومته بنسټیزې پروژې وغوښتې
author avatar
25 Apr 2016 - 16:18

خوست ښار (پژواک، ٦ غويى ٩٥): د خوست سلګونو خلکو د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې له مرکزي حکومت څخه د بنسټيزو پروژو غوښتنه وکړه.

دوی د غويي په ٦مه په خوست ښار کې د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې وويل، که چېرې يې غوښتنې ونه منل شي، نو په نورو مدني حرکتونو به لاس پورې کړي.

د غلام خان بندر رسمي ترانزيټ، خوست ته د برېښنا ژر انتقال، په نړيوالو معيارونو د خوست ملکي هوايي ډګر جوړول او ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرول هغه غوښتنې وې چې د غونډې ګډونوالو له مرکزي حکومت څخه وکړې.

د خوست د ولايتي شورا رييس عبدالولي واحدزي غونډې ته وويل، هغه ژمنې چې د ملي يووالي حکومت مشرانو د خپلو ټاکنيزو منډو ترړو پر مهال د خوست له خلکو سره کړې وې، تر اوسه يې يوه هم نه ده عملي شوې.

نوموړی زياتوي، که يې غوښتنې ونه منل شي، نو د خپل حق د غوښتلو لپاره به له هرې ممکنه لارې ګټه واخلي.

هغه وويل: ((خوستوال نور ارام نه کېني، خوستوال د غږ ځای لري او خپل غږ به پورته کوي، لکه هزاره، ازبک، تاجک او بل افغان ورور چې د ارګ دروازې ته ځان رسولی شي، موږ هم د ارګ په ديوالونو ورختلی شو.))

د غونډې يو بل ګډونوال سخي سرور مياخېل وويل چې په تېرو پنځلسو کلونو کې په دغه ولايت کې هېڅ داسې بنسټيزه پروژه نه ده ترسره شوې چې د دغه ولايت ځوانانو ته په کې د کاري فرصتونو زمينه برابره شي.

هغه زياته کړه چې مرکزي حکومت بايد پر يو داسې ميکانيزم باندې کار وکړي چې له مخې يې ټولو بې روزګاره ځوانانو ته د کار زمينه برابره او بهرنيو هېوادونو ته د هغوی د تګ مخه ونيولی شي.

دى وايي: ((که پخواني ولسمشران دي او که د ملي يوالي حکومت مشران، د خوست لپاره يې هېڅ هم نه دي کړي، ايا تر اوسه يې داسې بنسټيزې پروژې پلې کړې دي چې ځوانانو ته په کې د کار زمينه برابره شي؟ نه.))

مدني فعال الياس وحدت بيا يادې غونډې ته په خپلو خبرو کې خوست ته د وارداتي برېښنا د ژر انتقال غوښتنه وکړه او ويې ويل چې د خوست خلک دا مهال د برېښنا له سختې ستونزې سره مخ دي.

هغه وويل، حکومت مجبور او ملکف دی چې د قانون له مخې خلکو د ژوند په ټولو چارو کې اسانتياوې برابرې کړي چې له هغې جملې يو هم د برېښنا د ستونزې هوارول دي.

ده زياته کړه: ((همدا اوس د خوست ښار د هر مارکېټ پر سر باندې د جنراتورونو شمېر نه کېږي، د لوګيو له امله څوک په ښار کې ګرځېدلی نه شي، له دې سره سره په کابل کې د دولتي برېښنا د يو يونټ بيه دوه نيمې افغانۍ ده، خو په خوست کې ۴۵ افغانۍ.))

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.