اسعداباد(پژواک، ١٠غويى ٩٥): شاعرانو د شعر په ژبه له چاروکو د کونړ سيند د اوبو مهارکولو او پرې د برېښنا بندونو جوړولو غوښتنه وکړه .
دغه غوښتنه دکونړ سيند کلنۍ مشاعره کې چې د دغه ولايت په مرکز اسعداباد کې تېره ورځ دسلګونو شاعرانو او فرهنګيانو په ګډون جوړه شوې وه، وشوه.
په دې مشاعره د کونړ والي وحيدالله کليمزي ،په علمي او ټولنيزو چاروکې د ولسمشر سلاکار لال پاچا ازمون،د ننګرهار، لغمان ، خوست ، کابل او پکتيا ولايتونو او يو شمېر نورو سيمو شاعرانو،ليکوالانو او ځوانانو برخه اخستې وه.
د کونړ والي وحيدالله کليمزي، ليکوالان په ټولنه کې د علم او ادب خاوندان او د ټولنې روښانه څراغونه وبلل.
ده وويل، شاعران او ليکوالان هغه څوک دي چې په خپله نرمه او خوږه ژبه ټولنې ته د يووالي، سولې، پرمختګ او ښوونيزه روحيه ورکوي .
والي، ليکوالان او شاعران د هېواد په پرمختګ کې ونډې اخيستو ته راوبلل او په دې برخه کې يې د دوى ونډه رغنده وګڼله .
وروسته د ولسمشر علمي او ټولنيز سلاکار ازمون د ولسمشر او د کونړ د اطلاعات او فرهنګ رييس جنت ګل فدا د اطلاعات او فرهنګ وزير پيغامونه ولوستل، چې ترډيره په کې د شاعرانو ستاينه شوې وه.
بيا ورپسې د شعراوترنم ويلو لړۍ پيل شوه چې ډيرو شاعرانو په کې د کونړ د څپانده سيند په اړه شعرونه ليکلي و او شاعرانو په خوږه او نرمه ژبه له چاروکو غوښتل چې د کونړ سيند مهار او د برېښنا بندونه پرې جوړ کړي.
د يادونې ده چې د کونړ سيند کلنۍ مشاعره هر کال د سپرلي په موسم کې د کونړ په مرکز اسعد اباد کې تر سره کيږي او له دې سربېره دا مشاعر له څو کلونو راهيسې له هېواده بهر په جرمني کې د کونړ فرهنګيانو په مشرۍ په اروپاکې کې مېشت فرهنګيان هم ترسره کوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP