Language

مومند: که ما او کورنۍ ته مې کوم زیان ورسېږي، مسوول به عطا محمد نور وي

مزارشريف (پژواک، ۹ غبرګولی ۹۵): د بلخ د ولايتي شورا يو غړى وايي که ده او کورنۍ ته يې کوم زيان ورسېد، نو پړه به يې د بلخ پر سرپرست والي عطامحمد نور وي.

خو د بلخ د والي وياند وايي چې د ولايتي شورا دغه غړى ممکن د کومې دسيسې جوړولو په موخه د چا له خوا لمسول شوی وي.

څه موده وړاندې د بلخ د ولايتي شورا غړي محمداصف مومند په خپله فيسبوک پاڼه کې د بلخ د حکومتولۍ په تړاو د بې عدالتيو د شتون يادونه کړې وه او د بلخ والي عطامحمد نور ته يې مستبد والي ويلی و.

په همدې اړه د غبرګولي په ۵مه، د بلخ ولايت مقام له لوري د دغه ولايت امنيتي او کشفي ارګانونو ته د رسمي مکتوب له لارې سپارښتنه شوې وه چې د ولايتي شورا د غړي محمداصف مومند او د کورنۍ د امنيت ساتنې لپاره يې بايد جدي تدابير ونيول شي.

په ياد مکتوب کې چې کاپي يې پژواک خبري اژانس ترلاسه کړې، امنيتي ارګانونو ته سپارښتنه شوې چې د ولايتي شورا د وکيل محمداصف مومند د امنيت ساتنې په برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.

خو محمداصف مومند د غبرګولي په ۹مه په خپل کور کې په خبري ناسته کې امنيتي ارګانونو ته د ولايت مقام له خوا لېږل شوی مکتوب رد او برعکس وګاڼه.

نوموړي زياته کړه چې له تېرې يوې مياشتې د بلخ په ځينو دولتي ادارو، عامې روغتيا، پوهنې رياست او ښاروالي کې د شته بې عدالتيو پر وړاندې يې د فيسبوک پر پاڼه غږ پورته کړی دی.

د هغه په وينا، د وکيل په توګه حق لري چې د خلکو پر وړاندې له شته بې عدالتيو پرده پورته کړي.

مومند وويل: ((د بلخ والي بې عدالتي ګوري او ناست دی، دی نه شي تحمل کولی چې زه دې له بې عداليتو پرده پورته کړم.))

نوموړي د ده د امنيت په تړاو د لېږل شوي مکتوب په اړه  زياته کړه: ((زه له هېچا سره دښمني نه لرم، نه کوم سياسي فعاليت کوم، که چېرې ما او يا مې کورنۍ ته کوم زيان رسېږي؛ نو پړه به يې د بلخ پر سرپرست والي عطامحمد نور وي.))

هغه ټينګار وکړ چې که ده ته څوک زيان رسوي، نو هغه به عطامحمد نور وي.

مومند وويل چې په بلخ ولايت کې هغه څوک دولتي دنده ترلاسه کولی شي چې د بلخ والي ته نږدې وي.

login or register a new account.