مزارشريف (پژواک، ۹ غبرګولی ۹۵): د بلخ د ولايتي شورا يو غړى وايي که ده او کورنۍ ته يې کوم زيان ورسېد، نو پړه به يې د بلخ پر سرپرست والي عطامحمد نور وي.
خو د بلخ د والي وياند وايي چې د ولايتي شورا دغه غړى ممکن د کومې دسيسې جوړولو په موخه د چا له خوا لمسول شوی وي.
څه موده وړاندې د بلخ د ولايتي شورا غړي محمداصف مومند په خپله فيسبوک پاڼه کې د بلخ د حکومتولۍ په تړاو د بې عدالتيو د شتون يادونه کړې وه او د بلخ والي عطامحمد نور ته يې مستبد والي ويلی و.
په همدې اړه د غبرګولي په ۵مه، د بلخ ولايت مقام له لوري د دغه ولايت امنيتي او کشفي ارګانونو ته د رسمي مکتوب له لارې سپارښتنه شوې وه چې د ولايتي شورا د غړي محمداصف مومند او د کورنۍ د امنيت ساتنې لپاره يې بايد جدي تدابير ونيول شي.
په ياد مکتوب کې چې کاپي يې پژواک خبري اژانس ترلاسه کړې، امنيتي ارګانونو ته سپارښتنه شوې چې د ولايتي شورا د وکيل محمداصف مومند د امنيت ساتنې په برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.
خو محمداصف مومند د غبرګولي په ۹مه په خپل کور کې په خبري ناسته کې امنيتي ارګانونو ته د ولايت مقام له خوا لېږل شوی مکتوب رد او برعکس وګاڼه.
نوموړي زياته کړه چې له تېرې يوې مياشتې د بلخ په ځينو دولتي ادارو، عامې روغتيا، پوهنې رياست او ښاروالي کې د شته بې عدالتيو پر وړاندې يې د فيسبوک پر پاڼه غږ پورته کړی دی.
د هغه په وينا، د وکيل په توګه حق لري چې د خلکو پر وړاندې له شته بې عدالتيو پرده پورته کړي.
مومند وويل: ((د بلخ والي بې عدالتي ګوري او ناست دی، دی نه شي تحمل کولی چې زه دې له بې عداليتو پرده پورته کړم.))
نوموړي د ده د امنيت په تړاو د لېږل شوي مکتوب په اړه زياته کړه: ((زه له هېچا سره دښمني نه لرم، نه کوم سياسي فعاليت کوم، که چېرې ما او يا مې کورنۍ ته کوم زيان رسېږي؛ نو پړه به يې د بلخ پر سرپرست والي عطامحمد نور وي.))
هغه ټينګار وکړ چې که ده ته څوک زيان رسوي، نو هغه به عطامحمد نور وي.
مومند وويل چې په بلخ ولايت کې هغه څوک دولتي دنده ترلاسه کولی شي چې د بلخ والي ته نږدې وي.
نوموړي همداراز وويل چې په بلخ کې ډېری رياستونه ميراثي شوي چې له تېرو لسو کلونو د ځانګړو کسانو په ولکه کې دي.
مومند وويل چې په تېر يو کال د بلخ والي د ولايتي شورا له وکيلانو سره يو مجلس هم نه دی کړی.
هغه له ولسمشرۍ څخه وغوښتل چې په بلخ کې د شته بې عدالتيو د څېړنې په موخه دغه ولایت ته پلاوی ور ولېږي.
خو د بلخ د سرپرست والي وياند منير فرهاد د ولايتي شورا د دغه غړي ټولې څرګندونې بې بنسټه وبللې.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولايتي شورا دغه غړى د کوم شخص او يا کومې ډلې له خوا د ولايت مقام پر رهبرۍ تور ویلو ته لمسول شوی دی.
نوموړي زياته کړه چې د دوی د کشفي او اپراتيفي معلوماتو له مخې، هغه کړۍ چې مومند يې لمسولی د ترور نيت يې لري چې له وژنې وروسته يې تور د بلخ په رهبري پسې تړي.
د هغه په وينا، د همدې اندېښنې پر بنسټ يې ټولو امنيتي او کشفي ارګانونو ته د رسمي مکتوب له مخې سپارښته وکړه چې د مومند د امنيت ساتنې په برخه کې جدي و اوسي.
نوموړي په دې تړاو چې د بلخ والي په تېر يو نيم کال د ولايتي شورا له وکيلانو سره ناسته نه ده کړې وويل: ((په تېرو دريو مياشتو کې مې په خپله محمداصف مومند څو ځلې له والي سره ناست ليدلی، چې د خپلو موکلینو غوښتنې يې ورسره شريکې کړې دي.))
فرهاد وايي چې په بلخ ولايت کې شوې مقررۍ د ازادو سياليو له لارې ترسره شوې دي او د اجرا صلاحيت په وزارتونو پورې اړوند دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










