مزارشريف (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۹۵): په بلخ کې د امنيت، حکومتولۍ او قومونو د يووالي د ملاتړ په غونډه کې له سياسي، ملي او سيمه ييزو شخصيتونو څخه د بلخ د نظم او امنيت د ساتنې غوښتنه وشوه.
دغه غونډه په مزارشريف ښار کې د غبرګولي په ۲۳مه ترسره شوه چې د دغه ولايت د قومي مشرانو، د علماوو شورا غړو او مدني فعالانو تر څنګ په کې د ولايتي شورا او د ولسي جرګې ځينو غړو هم برخه اخيستې وه.
د يادې غونډې په پای کې پرېکړه ليک وړاندې شو چې په کې ځينې کړۍ په بلخ ولايت کې د ډيموکراسۍ له شته زمينې په ناوړه ګټې اخيستنې تورنې شوې چې د دغه ولايت لاسته راوړنې تر پوښتنې لاندې راولي.
د بلخ د علماوو شورا مرستيال مولوي ذبيح الله غونډې ته په خبرو کې بلخ د ټول هېواد په کچه د بيارغونې، امنيت او ثبات بېلګه وباله.
نوموړي زياته کړه، په دې وروستيو کې ځينې کړۍ د بلخ د لاسته راوړنو پر وړاندې د مدني حرکتونو په نامه مزاحمتونه جوړوي.
د هغه په وينا، دغه ډول کسان د دې پر ځای چې د سياسي ډلو ټپلو تر اغېز لاندې راشي، خپل ولايت ته زيان ورسوي؛ ښه به وي چې د خپلې سيمې د ثبات په فکر کې شي.
همداراز يادې غونډې ته د بلخ د مدني ټولنو د اتحاديې په استازيتوب ماريا رهين وويل، هر څوک د قانون په رڼا کې د عدالت غوښتنې حق لري.
خو نوموړې زياته کړه، چا ته به اجازه ورنه کړي چې د قوم، ژبې او سمت په نامه د عدالت غوښتنې په پلمه د بلخ حالت کړکېچن کړي.
همداراز د غونډې په پای کې په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازي محمد عبده د يادې ناستې څلور ماده ييز پرېکړه ليک وړاندې کړ.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP