منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۳۸ غ.م
۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“د بلخ نظم او امنیت دې خوندي شي”

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۰ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۹۵): په بلخ کې د امنيت، حکومتولۍ او قومونو د يووالي د ملاتړ په غونډه کې له سياسي، ملي او سيمه ييزو شخصيتونو څخه د بلخ د نظم او امنيت د ساتنې غوښتنه وشوه.

دغه غونډه په مزارشريف ښار کې د غبرګولي په ۲۳مه ترسره شوه چې د دغه ولايت د قومي مشرانو، د علماوو شورا غړو او مدني فعالانو تر څنګ په کې د ولايتي شورا او د ولسي جرګې ځينو غړو هم برخه اخيستې وه.

د يادې غونډې په پای کې پرېکړه ليک وړاندې شو چې په کې ځينې کړۍ په بلخ ولايت کې د ډيموکراسۍ له شته زمينې په ناوړه ګټې اخيستنې تورنې شوې چې د دغه ولايت لاسته راوړنې تر پوښتنې لاندې راولي.

د بلخ د علماوو شورا مرستيال مولوي ذبيح الله غونډې ته په خبرو کې بلخ د ټول هېواد په کچه د بيارغونې، امنيت او ثبات بېلګه وباله.

نوموړي زياته کړه، په دې وروستيو کې ځينې کړۍ د بلخ د لاسته راوړنو پر وړاندې د مدني حرکتونو په نامه مزاحمتونه جوړوي.

د هغه په وينا، دغه ډول کسان د دې پر ځای چې د سياسي ډلو ټپلو تر اغېز لاندې راشي، خپل ولايت ته زيان ورسوي؛ ښه به وي چې د خپلې سيمې د ثبات په فکر کې شي.

همداراز يادې غونډې ته د بلخ د مدني ټولنو د اتحاديې په استازيتوب ماريا رهين وويل، هر څوک د قانون په رڼا کې د عدالت غوښتنې حق لري.

خو نوموړې زياته کړه، چا ته به اجازه ورنه کړي چې د قوم، ژبې او سمت په نامه د عدالت غوښتنې په پلمه د بلخ حالت کړکېچن کړي.

همداراز د غونډې په پای کې په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو  استازي محمد عبده د يادې ناستې څلور ماده ييز پرېکړه ليک وړاندې کړ.

په پرېکړه ليک کې ځيني خلک ملامت ګڼل شوي وو چې له تېرې يوې مياشتې د مدني حرکتونو له لارې د عدالت غوښتنې په پلمه د دغه ولايت امنيت، ثبات او د تېرو څو کلونو لاسته راوړنې له پوښتنې سر مخامخ کوي.

په پرېکړه ليک کې له سياسي، ملي او سيمه ييزو شخصيتونو څخه غوښتل شوي چې د بلخ ولايت د نظم او امنيت خيال وساتي او همداراز د سړکونو له بندېدو او په ښار کې له وسلو سره له ګرځېدو دې ډډه وکړي.

د بلخ ولايت له رهبري غوښتل شوي چې په دغه ولايت کې د ورته کړنو په حالت کې قانوني چلند وکړي.

د يادونې ده، له تېرې يوې مياشتې راهيسې د بلخ د ځينو وکيلانو په رهبرۍ د بلخ ولايت پر مقام او پر شته حکومتولۍ د بې عدالتۍ، د ځمکو د غصب او نامتوازن انکشاف  تور پورې کړای شوی دی.

تر دې دمه په دې تړاو د بلخ د والي په خلاف څلور پنځه خبري ناستې او د سلګونو کسانو يو لاريون ترسره شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه