Language

د هلمند په خانشین کې لس طالبان وژل شوي

لښکرګاه (پژواک،٢٦ غرګولی ۹۵): د هلمند امنيه قوماندان وايي چې په خاشين ولسوالۍ کې لس طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال اقانور کينتوز د غبرګولي په ٢٦مه خبريالانو ته وويل چې تېره شپه امنيتي ځواکونو په خانشين ولسوالۍ کې عمليات کړي دي.

هغه وايي چې د دې عملياتو په لړ کې لس طالبان وژل شوي، څلور ټپيان دي او يو شمېر سيمي هم امنيتي ځواکونو نيولې دي.

ده وويل چې د عملياتو پر مهال لس ماينونه هم امنيتي ځواکونو کشف او شنډ کړي دي.

د کينتوز په وينا، په دې جکړه کې امنيتي ځواکونو او عامو خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسله والو طالبانو د خانشين په اړه څه نه دي ويلي خو دې ډلې په خپله انټرنېټ پاڼه کې د هلمند په بېلابېلو سيمو کې امنيتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کړې ده.

هلمند د افغانستان تر ټولو نا امن ولايت دى چې دا مهال يې باغران، دېشو، موسى کلا او نوزاد ولسوالۍ او د مرکز لښکرګاه يو شمېر له وسله والو طالبانو سره دي.

login or register a new account.

Related Topics