ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له سپين بولدک پرته پاکستان له افغانستان سره ټولې لارې تړلې دي

له سپين بولدک پرته پاکستان له افغانستان سره ټولې لارې تړلې دي

author avatar
15 Jun 2016 - 16:03
له سپين بولدک پرته پاکستان له افغانستان سره ټولې لارې تړلې دي
author avatar
15 Jun 2016 - 16:03

کابل (پژواک، ٢٦ غبرګولى ٩٥):  د کندهار د سپين بولدک له دوستۍ دروازې پرته پاکستان له افغانستان سره نورې ټولې لارې تړلې دي.

سپين بولدک او تورخم دوه مهمې سوداګريزې لارې دي چې افغانستان او پاکستان ترې ګټه اخلي، خو د پاکستان لخوا پر تورخم د دروازې درولو له امله د دواړو هېوادونو د ځواکونو ترمنځ نښتې شوې چې دا لاره اوس هم بنده ده.

کندهارر ولايت له ډيورنډ فرضي کرښې سره پروت دى چې له پاکستان سره ٤٤١ کيلو متره ګډه پوله لري.

معروف، ښوراوک، رېګستان، سپين بولدک او ارغستان د کندهار هغه ولسوالۍ دي چې د يادې کرښې په اوږدو کې پرتې دي.

که څه هم ياده شوې هره ولسوالۍ د کرښې د هغې غاړې له سيمو سره فرعي لارې لري، خو په دې وروستيو کلونو کې پرې تګ راتګ بند شوى او يواځې د سپين بولدک- چمن له لارې کار اخيستل کېږي چې د چارواکو په وينا، رسمي لار ده.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل، کندهار له پاکستان سره يواځې په سپين بولدک ولسوالۍ کې رسمي لار لري چې نه يواځې د عام تګ راتګ لپاره کارول کېږي، بلکې په پراخه کچه ورڅخه د دوه اړخيز تجارت لپاره هم ګټه اخيستل کېږي.

هغه زياته کړه، د سپين بولدک- چمن پر لار حالت عادي دى او تر دې مهاله چا شکايت نه دى کړى چې له کومې ستونزې سره دې مخ شوي وي.

د ده په خبره، پر دې لاره پاسپورټ او وېزه لرونکي افغانان هم تګ راتګ کوي او هغه افغانان هم تګ راتګ کوي چې پاسپورټ او وېزه نه لري.

د سپين بولدک ولسوال حاجي سيد علي هم پژواک خبري اژانس ته وويل، پر دې لار د پخوا په څېر تګ راتګ  په عادي ډول کيږي او هېڅ راز ستونزه نشته.

هغه زياته کړه: ((د سپين بولدک- چمن پر لار هره ورځ په زرګونو افغانان تګ راتګ کوي او د تورخم پېښې ته په کتو يې داسې کوم شکايت نه دى تر لاسه کړى چې هغوى دې له کومې جدي ستونزې سره مخ شوي وي.))

خو ده يادونه وکړه چې پر پوله د پاکستانيو ملېشو او پوليسو له خوا په يوه او بل نوم د افغانانو ځورول، له هغوى پيسې اخيستل، کله کله يې پر وړاندې لار تړل د معمول خبرې دي او هغوى دا له ډېره وخته کوي.

د کندهار ولايت ډېرى اوسېدونکي او سوداګر هم وايي چې کله کله د سپين بولدک- چمن پر لار تګ له ستونزو سره مل وي او په ورځو ورځو يې پر مخ لاره تړلې وي چې هم په کې عامو تګ راتګ کوونکو ته زيان اوړي او هم سوداګرو ته.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.