خوست ښار (پژواک، ٢٩ غبرګولى ٩٥): په سوېل ختيځو ولايتونو کې د اقتصادي ستونزو تر څنګ د ځينو کلتوري مسايلو له امله ښځينه کارکوونکې په ډله ييزو رسنيو کې کار کولو ته زړه نه ښه کوي.
د رسنيو مسوولين او د خبريالانو د حقونو د دفاع بنسټونه له دولت او همدارنګه له نړيوالو مرستندويه ادارو غوښتنه کوي چې د دې ټولنيزې ستونزې په هواري کې ورسره پوره همکاري وکړي.
د رسمي شمېرو له مخې، دا مهال په لوګر، پکتيا، پکتيکا او خوست ولايتونو کې ۵۴ راډيوګانې، تلوېزونونه او بېلابېلې چاپي رسنۍ فعاليت لري.
شمېرې ښيي چې په دې رسنيو کې تر ۲۰۰ زياتو کسانو ته د کار زمينه برابره شوې، خو د پام وړ ستونزه دا ده چې هېڅ ښځينه خبرياله يا کومه بله ښځينه کارکوونکې نه لري.
په خوست کې د چنار په نوم د سيمه ييزې خصوصي راډيو مسوول محمد غفور مهيدي د مادي امکاناتو کموالی او ځيني کلتوري مسايل په رسنيو کې د ښځينه خبريالانو د نه شتون بنسټيز لاملونه بولي.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل: ((دا عرف او رواج چې زموږ پر ټولنه باندې حاکم دی، له امله يې نجونې وېرېږي او له هره اړخه دوی ته ګواښونه متوجه دي، نو ځکه په رسنيو کې کار نه شي کولای.))
يوه سروې چې شاوخوا دوې مياشتې مخکې د خوست په ګډون د هېواد په اوو ولايتونو کې شوې، ښيي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته د زور زياتي له امله په رسنیو کې د You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن