خوست ښار (پژواک، ٢٩ غبرګولى ٩٥): په سوېل ختيځو ولايتونو کې د اقتصادي ستونزو تر څنګ د ځينو کلتوري مسايلو له امله ښځينه کارکوونکې په ډله ييزو رسنيو کې کار کولو ته زړه نه ښه کوي.
د رسنيو مسوولين او د خبريالانو د حقونو د دفاع بنسټونه له دولت او همدارنګه له نړيوالو مرستندويه ادارو غوښتنه کوي چې د دې ټولنيزې ستونزې په هواري کې ورسره پوره همکاري وکړي.
د رسمي شمېرو له مخې، دا مهال په لوګر، پکتيا، پکتيکا او خوست ولايتونو کې ۵۴ راډيوګانې، تلوېزونونه او بېلابېلې چاپي رسنۍ فعاليت لري.
شمېرې ښيي چې په دې رسنيو کې تر ۲۰۰ زياتو کسانو ته د کار زمينه برابره شوې، خو د پام وړ ستونزه دا ده چې هېڅ ښځينه خبرياله يا کومه بله ښځينه کارکوونکې نه لري.
په خوست کې د چنار په نوم د سيمه ييزې خصوصي راډيو مسوول محمد غفور مهيدي د مادي امکاناتو کموالی او ځيني کلتوري مسايل په رسنيو کې د ښځينه خبريالانو د نه شتون بنسټيز لاملونه بولي.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل: ((دا عرف او رواج چې زموږ پر ټولنه باندې حاکم دی، له امله يې نجونې وېرېږي او له هره اړخه دوی ته ګواښونه متوجه دي، نو ځکه په رسنيو کې کار نه شي کولای.))
يوه سروې چې شاوخوا دوې مياشتې مخکې د خوست په ګډون د هېواد په اوو ولايتونو کې شوې، ښيي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته د زور زياتي له امله په رسنیو کې د ښځينه خبريالانو شتون کم شوی او دندې يې پرېيښي دي.
مدني فعاله ناديه باوري وايي چې په سوېل ختيځ کې د ښځو فرهنګي پرمختګ هم پر نشت حساب دی، خو زياتوي چې ډېر نور ولايتونه بيا په دې برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.
هغې پژواک اژانس ته وويل چې په ټولنه کې د ناوړه کلتوري مسايلو له منځه وړل او د عامه پوهاوي پراختيا په رسنيو کې د ښځينه خبريالانو په ګومارلو کې ډېره مرسته کولای شي.
باوري زياته کړه: ((که په ښوونځيو کې د نجونو لپاره د ذهني ازموينې پروګرامونه هم برابر شي، نو نجونې دې ته اماده کېږي، چې ژورنالېزم ووايي او يا د ژورنالېزم په ډګر کې عملي کار وکړي.))
هغې له هغو نړيوالو ادارو چې په افغانستان کې ډيموکراسۍ او دغه راز د بيان ازادۍ لپاره کار کوي، وغوښتل چې په رسنيو کې د ښځينه وو لپاره د کارکولو زمينه برابره کړي.
همدارنګه په سوېل ختيځ زون کې د پوهنتونونو د مسوولينو په وينا، د کانکور په ازموينو کې هم ښکاره شوې چې نجونې د لوړو زده کړو په برخه کې د ژورنالېزم انتخاب ته لومړيتوب نه ورکوي.
د شيخ زايد پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي رييس دوکتور واحدي پژواک اژانس ته وويل چې که نجونې ژورنالېزم پوهنځي ته ونیول شي هم، د خپلې علاقې له مخې بېرته بل پوهنځي ته ځان تبديلوي.
ليکوال او ژورنالېست الياس وحدت له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل چې په ټوليزو رسنيو کې د ښځينه کارکوونکو نه شتون پر ټولنه هر اړخيز منفي اغېز لري.
هغه زياته کړه: ((د بېلګې په ډول له ښځو سره تاوتريخوالی او د ښځو وژل دي. دغه مسايل نارينه ژورنالېستان نه شي راپور کولای؛ ځکه څوک خبرې نه ورسره کوي. خو ښځه له ښځې سره خبرې کولای شي او ستونزه راسپړلی شي. کوم کار چې ښځينه خبريالانې کولای شي، نارينه يې نه شي کولای.))
په پکتيا کې د ژورنالېستانو د خپلواکې ټولنې مشر اصيل ځاځي پژواک اژانس ته وويل چې په لنډ مهال کې د دې ستونزې هواری ستونزمن او په ځينو مواردو کې ناشونی دی.
هغه زياته کړه: ((تر څو چې امنيتي ستونزې او کلتوري مسائل مسلط وي، ګرانه ده چې نجونې دې په رسنيو کې کارکولو ته زړه ښه کړي. خو که نړيوال خپله همکاري وکړي، امکانات او مالي امتيازات ورته برابر کړي، بيا څه ناڅه د هواري تمه کېدای شي.))
د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د نوي حکومت په رامنځته کېدو سره د ډېرو نورو برخو تر څنګ مطبوعاتو هم خورا بهترينه موقع ترلاسه کړه او د افغانستان په تاريخ کې يې بې سارې وده او پرمختګ وکړ.
که څه هم د مطبوعاتو پرمختګ په ځينو مواردو کې د منفي تاثيراتو لامل ګرځېدلی، خو په ټوليز ډول يې د ټولنې د فکري رغونې، معلوماتو رسولو او په شعوري وده کې مهم او اړين رول لوبولی دی.
د کارپوهانو په وينا، له همدې کبله په رسنيو کې د نارينه وو ترڅنګ د ښځينه خبريالانو ونډه هم خورا اړينه بلل کېږي څو ښځې د ښځو په ژبه د اړتيا وړ معلوماتو ته لاسرسی ولري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










