Language

په ښرنه کې د کرنيزو توکو لپاره يوه لويه زېرمه جوړيږي

ښرنه (پژواک ٣ چنګاښ ٩٥): د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د کرنې رياست له لوري يو ګودام د ۲۴ ميليونه افغانيو په لګښت په پاخه او اساسي ډول سره رغول کېږي، چې د بنسټ ډبره يې نن کېښودل شوه.

د کرنې رياست سرپرست صحبت خان خروټي په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وويل، دغه ګودام د کرنې وزارت له انکشافي بوديجي څخه د ۲۴ ميليونه افغانيو په لګښت د يوه کال په موده کې جوړېږي، چې شاوخوا ۵۰۰۰ ټنه غنم په يوه وخت په کې ځايېدلی شي.

د هغه په وينا، په دغه ګودام کې به غنم او اصلاح اصلاح شوي تخمونه زېرمه کېږي، چې د اړتيا پرمهال به ترې استفاده کېږي.

دى وايي، د کرنې په برخه کې د مرکزي دولت کمه پاملرنه او په دې ولايت کې د اوبو کمښت هغه ستونزې دي چې دوى او کروندګر يې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د پکتيکا والي الياس وحدت وويل، پکتيکا پراخې دښتې او کرکيلې لپاره مناسبې ځمکې لري، له يادو ځمکو زيات حاصلات ترلاسه کوي، خو د مناسب ځای د نه شتون له امله يې په ټيټه بيه له لاسه وځي او يا هم خرابېږي.

ده زياته کړه، مرکزي دولت بايد د پکتيکا ټول ضرورتونه په پام کې ونيسي او دې ولايت ته هم د نورو ولايتونو په څېر ځانګړې پاملرنه وکړي، ځکه چې دې ولايت ته لکه څنګه چې لازمه وه، همغه ډول کار نه دی شوی.

د پکتيکا ولايت يوه بزګر پژواک خبري اژانس ته وويل، د کرنې رياست لکه څنګه چې لازمه وه، په همغه ډول يې کار نه دی کړی او هغه تخمونه چې ناوخته به دې رياست ته راوړل کېدل او د کرکيلي وخت به يې تېر و، دې ادارې به يې د ساتلو وړتيا نه درلوده او ټول اصلاح شوي تخمونه به خراب شول.

نوموړی د دې ګودام په جوړېدو خوښي وښوده او زياته يې کړه، مرکزي دولت دې، دې ولايت ته خپله پاملرنه زياته کړي، ځکه پکتيکا پراخې دښتې لري او خلک يې په کرکيله بوخت دي، ترڅو له خپلو ځمکو ښه حاصلات واخلی.

د يادونی دی چې له دې وړاندې، د دې ولايت اوسېدونکو شکايت کاوه، چې دوی ته په وخت اصلاح شوي تخمونه نه رسېږي او کرنې رياست يې د ساتلو وړتيا نه لري.

login or register a new account.

Related Topics