منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:55 غ.م
ننوتل
14° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
امنیت او جرمونه

د پاکستان له زندانونو ۴۲۶ افغانان خوشي شول

· 1 دقیقه لوستل · 110 کتنې

کابل (پژواک، ۶ وری ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په روانه اونۍ کې ۴۲۶ افغان کډوال د پاکستان له بندخونو ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو وزارت نن پر خپله اېکسإپاڼه لیکلي، د کندهار د کډوالو چارو ریاست د سپین‌بولدک لېږد امریت د معلومات له مخې، دغه کسان له یوې ورځې تر دوو میاشتو بندیان وو.

سرچینې زیاته کړې چې یاد کسان له ازادېدو او په یاد امریت کې تر ثبت او د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو او راستندونکو چارو وزارت د تېرې کب میاشتې په ۲۷مه هم ویلي وو چې د پاکستان له بندخونو ۳۰۰ افغان کډوال ازد شوي دي.