ښرنه (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۹۵): د پکتیکا په مټاخان ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د اختر لمونځ ادا شو او تر څنګ یې د یوه جامع جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د یادې ولسوالۍ یوه اسېدونکي نیازي د چنګاښ په ۱۶مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاد جامع جومات د اسلامي مسوولیت له مخې او د قومي مشرانو په غوښتنه پر یو جریب ځمکه په دوو پوړونو کې د لس میلیونه افغانیو په لګښت جوړوي.
هغه زیاته کړه چې له دې مخکې په دې ولسوالۍ کې د جعمې او اختر د لمونځونو د ادا کولو لپاره جامع جومات نه و.
د مټاخان يوه بل اوسېدونکي سلام خان وويل چې تر دې دمه دولت یا هم د حج او اوقافو رياست په دې ولسوالۍ کې نه کوم جومات جوړ کړی او نه یې هم په اړه کوم اقدام کړی.
هغه زياته کړه چې د دغه دوه پوړیزه جامع جومات لګښت چې لس میلیونه افغانۍ کېږي، خپله خلک ورکوي.
سلام پژواک ته وویل: ((پنځه ميليونه افغانۍ زه شخصي دې مسجيد ته ورکوم او په نورو مسلمانانو هم غږ کوم چې د دې مسجيد په جوړولو کې ورسره برخه واخلي.))
د پکتیکا یوه مدني فعال مدثیر هم پژواک ته وويل چې دغه جومات ته ځمکه د سیمې د خلکو له لوري وقف شوې او پيسې هم د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو له لوري ورکول کېږي.
د مټاخان ولسوال عزيزالله حيايي هم د سيمې له خلکو مننه وکړه چې په ولسوالۍ کې یې د جومات جوړولو اقدام کړی دی.
هغه د کوچيني اختر د لمانځه پر مهال په خپلو خبرو کې پر سوله او امنيت ټينګار وکړ او د سيمي له خلکو يې وغوښتل چې له افغان دولت سره خپله همکاري زياته کړي او د دولت مخالف وسله وال طالبان دې د سولې مېز ته وهڅوي.
د يادونی ده چې د پکتيکا په جامع جومات سربېره د دغه ولايت په ډېری ولسواليو کې د کوچني اختر لمونځ په ارامه فضا کې ترسره شو.
د يو بل خبر له مخي چې د پکتیکا په خیرکوټ ولسوالۍ کې د ماین چاودنې د ملي امنیت څلورو منسوبینو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د یادې ولسوالۍ يوې امنيتي سرچيني د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وويل چې نن سهار د ملي امنيت پر کار کوونکو د ماين چاودنه شوې چې په کې دوه سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي خو امنيتي مسوولينو په رسمي ډول د دې پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن