مزارشريف (پژواک، ٢٦ چنګاښ ٩٥): په بلخ ولايت کې د ميراث پر موضوع یوه کس درې ماشومان، چې د تره زامن یې کېدل، وژلي دي.
د بلخ ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند شېرجان دراني د چنګاښ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېر ماښام د دهدادي ولسوالۍ د چهل دختران په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې د يادې سيمې يوه اوسېدونکي خپل درې د تره زامن د لور په وسيله وژلي دي.
درانى وايي چې د وژل شوو ماشومانو عمرونه د شپږو او لسو کلونو تر منځ وو.
د نوموړي په وينا، قاتل نيول شوى او تر پلټنو لاندې دى.
د يادې سيمې يوه اوسېدونکي حاجي جبار پژواک اژانس ته وويل چې د يادې کورنۍ تر منځ له څه مودې راهيسې د ځمکې د ميراث پر سر شخړه روانه وه.
هغه وايي چې د همدې شخړې په دوام کې د تره زوى راپاڅېدلى او خپل درې نور د تره زامن يې وژلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن