منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۶ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بلخ کې د ميراث پر سر درې ماشومان وژل شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۹۷ کتنې

مزارشريف (پژواک، ٢٦ چنګاښ ٩٥): په بلخ ولايت کې د ميراث پر موضوع یوه کس درې ماشومان، چې د تره زامن یې کېدل، وژلي دي.

د بلخ ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند شېرجان دراني د چنګاښ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېر ماښام د دهدادي ولسوالۍ د چهل دختران په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې د يادې سيمې يوه اوسېدونکي خپل درې د تره زامن د لور په وسيله وژلي دي.

درانى وايي چې د وژل شوو ماشومانو عمرونه د شپږو او لسو کلونو  تر منځ وو.

د نوموړي په وينا، قاتل نيول شوى او تر پلټنو لاندې دى.

د يادې سيمې يوه اوسېدونکي حاجي جبار پژواک اژانس ته وويل چې د يادې کورنۍ تر منځ له څه مودې راهيسې د ځمکې د ميراث پر سر شخړه روانه وه.

هغه وايي چې د همدې شخړې په دوام کې د تره زوى راپاڅېدلى او خپل درې نور د تره زامن يې وژلي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه