Language

په خوست کې درې ملکي وګړي وژل شوي

خوست ښار (پژواک، ٣ زمرى ٩٥): د خوست په عليشېرو او تريزيو ولسوالۍ کې پر پوليسو د يوې چاودنې له امله  يوه مور او لور وژل شوې دي.

د عليشېرو ولسوال جاوېد جوشان د زمري په ٣مه، پژواک اژانس ته وويل، چاودنه تېره ورځ ناوخته د عليشېرو په بازار کې د ملي پوليسو پر پلې ګزمې شوې، خو پوليسو ته يې زيان نه دی اړولی.

جوشان زياته کړه چې د پېښې قربانيان د پکتيا ولايت د اريوب ځاځيو اړوند د سکندرخېلو د سيمې اوسېدونکي وو، چې اوس مهال يې کورنۍ د تريزيو د سپينې پالې په سيمه کې اوسېږي.

که څه هم د چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی، خو ولسوال جاوېد جوشان يې د حکومت د وسله والو مخالفينوکار بولي.

د يو بل خبر له مخې، د دې ولايت په صبريو ولسوالۍ کې تېره ورځ د ملي اردو ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په نښته کې يو ۱۳ کلن ماشوم وژل شوی دی.

د صبريو ولسوال اغاجان پژواک اژانس ته وويل، پېښه د يعقوبيو په سيمه کې داسې مهال رامنځته شوه، چې يو شمېر وسله والو کسانو د ملي اردو پر امنيتي پوستو وسله وال بريد وکړ.

هغه زياته کړه چې د ملي اردو د سرتېرو په ځوابي ډزو کې درې بريدګر هم ټپيان شوی دي.

تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.