منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · Kabul ۴:۱۱ غ.و
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

اماراتو له افغانستان سره د درملو او طبي تجهیزاتو مرسته وکړه

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۴۴ کتنې

کابل (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، متحده عربي اماراتو افغانستان ته ۹۶ ټنه درمل او طبي تجهیزات را استولي دي.

عربي رسنيو راپور ورکړی چې دا مرستې به د درېيو مياشتو په موده کې د اساسي روغتيايي خدمتونو په برابرولو سره له ۲۵۰ زرو زيات کسان تر پوښښ لاندې راولي.

په راپور کې راغلي چې دا مرسته د متحده عربي اماراتو د رئيس، شيخ محمد بن راشد آل مکتوم، په سپارښتنه لېږل شوې ده.

د راپور له مخې، دا محموله چې د دوبۍ له آل مکتوم نړۍوال هوايي ډګره لېږدول شوې، د روغتيا نړۍوال سازمان، د بې پولې ډاکترانو او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونيسف) مرستندوی توکي هم په کې شامل دي.