ښرنه(پژواک،٣زمرى٩٥): دپکتيکا د يحيى خېلو او ارګون ولسواليو د دوو لويو پېښو قربانيان د جګړې له ښکيلو خواوو غواړي چې نور جګړه بس کړي او د سولې لاره خپله کړي.
شاوخوا دوه کاله وړاندې د پکتيکا ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د روژې په مياشت کې د موټر بم چاودنه وشوه چې له امله يې ١٠٧ تنه عام وګړي و وژل شول او ګڼ شمېر نور ټپيان شول.
په دې پېښه کې د ګڼو نورو کسانو ترڅنګ د اکبر خان دکاندار څلور زامن هم وژل شوي دي.
اکبر خان پژواک ته وويل: (( ما د ارګون په بازار کې د ټايرونو دوکان درلود او څلورو زامنو مې په دې دوکان کې کار کاوه.))
د هغه په وينا، د يادې پېښې له امله يې څلور واړه زامن وژل شوي چې دوه يې متاهل او دوه نور يې مجرد وو.
د اکبر خان د معلوماتو له مخې، له وژل شويو زامنو څخه يې دوه مېرمنې او پنځه اولادونه ورته پاتې دي.
هغه په ژړغونې غږ وويل: (( څلور ځوان زامن مې ووژل شول، کور مې ړنګ شو، لمسيان مې يتمان شول، په کورکې مې دغم ټغر غوړېدلی دى هره ورځ زما په کور کې وير وي.))
هغه خپله يوه ترخه خاطره داسې بيان کړه: (( له پېښې دوه درې ورځې وروسته مې مېرمنه را پاڅېدله او زه يې پشلمي ته را پورته کړم ، خو کله يې چې وليدل زامن يې نشته نو ويې ويل چې پخوا مې زامن پشلمي ته را پورته کول، نو اوس څوک پورته کړم، له دې خبرې سره سم موږ ټولو ډير زيات وژړل.))
دغه دردېدلى پلار وايي چې له هغې ورځې وروسته يې د روژې په مياشت کې د کورنۍ يوه غړي هم پشلمى نه دى کړى.
اکبر خان د افغانستان په جګړه کې له ټولو ښکېلو غاړو غوښتنه وکړه چې جګړه بس کړي او نور د سولې لار خپله کړي.
د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکي حيدرخان پژواک ته وويل چې د ارګون په بريد کې يې د خپلې کورنۍ پنځه غړي له لاسه ورکړي دي.
هغه وويل: (( د ارګون په ناځوانه حمله کې يو زوى مې، دوه لمسيان مې او دوه ورېرونه مې شهيدان شول.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP