منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۶ غ.و
۶°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د جګړې قرباني کورنۍ : نور جنګ بس او د سولې لار خپله کړئ

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۱۴ کتنې

ښرنه(پژواک،٣زمرى٩٥): دپکتيکا د يحيى خېلو او ارګون ولسواليو د دوو لويو پېښو قربانيان د جګړې له ښکيلو خواوو غواړي چې نور جګړه بس کړي او د سولې لاره خپله کړي.

شاوخوا دوه کاله وړاندې د پکتيکا ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د روژې په مياشت کې د موټر بم چاودنه وشوه چې له امله يې ١٠٧ تنه عام وګړي و وژل شول او ګڼ شمېر نور ټپيان شول.

په دې پېښه کې د ګڼو نورو کسانو ترڅنګ د اکبر خان دکاندار څلور زامن هم وژل شوي دي.

اکبر خان پژواک ته وويل: (( ما د ارګون په بازار کې د ټايرونو دوکان درلود او څلورو زامنو مې په دې دوکان کې کار کاوه.))

د هغه په وينا، د يادې پېښې له امله يې څلور واړه زامن وژل شوي چې دوه يې متاهل او دوه نور يې مجرد وو.

د اکبر خان د معلوماتو له مخې، له وژل شويو زامنو څخه يې دوه مېرمنې او پنځه اولادونه ورته پاتې دي.

هغه په ژړغونې غږ وويل: (( څلور ځوان زامن مې ووژل شول، کور مې ړنګ شو، لمسيان مې يتمان شول، په کورکې مې دغم ټغر غوړېدلی دى هره ورځ زما په کور کې وير وي.))

هغه خپله يوه ترخه خاطره داسې بيان کړه: (( له پېښې دوه درې ورځې وروسته مې مېرمنه را پاڅېدله او زه يې پشلمي ته را پورته کړم ، خو کله يې چې وليدل زامن يې نشته نو ويې ويل چې پخوا مې زامن پشلمي ته را پورته کول، نو اوس څوک پورته کړم، له دې خبرې سره سم موږ ټولو ډير زيات وژړل.))

دغه دردېدلى پلار وايي چې له هغې ورځې وروسته يې د روژې په مياشت کې د کورنۍ يوه غړي هم پشلمى نه دى کړى.

اکبر خان د افغانستان په جګړه کې له ټولو ښکېلو غاړو غوښتنه وکړه چې جګړه بس کړي او نور د سولې لار خپله کړي.

د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکي حيدرخان پژواک ته وويل چې د ارګون په بريد کې يې د خپلې کورنۍ پنځه غړي له لاسه ورکړي دي.

هغه وويل: (( د ارګون په ناځوانه حمله کې يو زوى مې، دوه لمسيان مې او دوه ورېرونه مې شهيدان شول.))

ده وويل چې د کورنۍ ټول وژل شوي کسان يې ځوانان وو او هيڅ مهال دوى نه شي کولاى د هغوى درد له ياده وباسي.

حيدرخان وايي:(( د ارګون په پېښه کې هرې کورنۍ څلور او پنځه کسه تلفات ورکړي او هيڅوک تر اوسه د خپلو اولادونو له وير او ماتم څخه نه دي خلاص شوي.))

ده وويل چې په جګړه کې ښکېل لوري بايد نور د پرديو په لمسون خپل هېوادوال ونه وژني او هرڅه ژر د سولې لار خپله کړي.

دغه راز د ١٣٩٣کال د تلې په مياشت کې د پکتيکا ولايت د يحيى خېلو ولسوالۍ د واليبال د لوبو په ډګر کې ځانمرګى بريد وشو.

په دې بريد کې ٦٤کسان و وژل شول او له ٩٠ څخه ډير ټپيان شول ، چې د پېښې ډيرى قربانيان تنګي ځوانان وو.

د زرو په نوم يوې مور چې خپل يواځنى زوى او خاوند يې په دې بريد کې له لاسه ورکړي دي پژواک ته وويل: (( د دې دواړو مرګ خو زه داسې کړمه چې زه هم له خدايه اوس ځانته مرګ غواړم.))

زرو وايي چې په سختو ستونزو کې ده او د يوې مړۍ ډوډۍ د پيدا کولو لپاره کله د يو او کله د بل په در کې خير غواړي.

دې وويل: (( هره ورځ سهار ځم تر ماښامه د خاوند او زوى قبر څنګ ته ناسته يمه کله چې ماښام شي راځم بس کله د يو او کله د بل کور ته ځم او د ځان لپاره لږ څه ډوډۍ پيدا کوم او د شپې خپل کورته هم نه ځم.))

د زرو په وينا، له يادې پېښې وروسته يې د کور دروازه تړلې ده او هلته ورتګ خوند نه ورکوي.

زرو هم په جګړه کې له ښکيلو لوريو غوښتنه وکړه چې نور دې جګړه بس کړي او ميندې دې نه بوروي.

د يحيى خېلو ولسوالۍ قومي مشر حاجي جانان پژواک ته وويل چې يادې پېښې د دې ولسوالۍ ډير خلک دردمن کړي دي.

ده وويل چې يو شمېر مشخصو کړيو د پرديو په وينا، په هېواد کې د جګړې ډګر تود ساتلى  او هره ورځ په کې بې ګناه افغان قرباني کيږي.

هغه زياته کړه: (( نور بايد جګړه بس کړي، د پرديو په لمسون خپل وروڼه مه وژنئ لکه څنګه چې وايي ژوند ښکلى دى نو راشئ چې ژوند ښکلى کړو.))

د يادو دواړو پېښو قربانيانو ويل چې حکومت ورسره په لومړيو کې د ګڼو مرستو ژمنې کړې وې خو وروسته يې عملي نه کړې.

د هغوى د معلوماتو له مخې، له پېښې لږ وروسته حکومت د وژل شويو کسانو له کورنيو سره د سل زره افغانيو او له ټپيانو سره يې د پنځوس زره افغانيو مرستې وکړې، خو له هغه وروسته يې نور د دې کسانو پوښتنه هم نه ده کړې.

خو د پکتيکا والي الياس وحدت پژواک ته وويل چې تېره ورځ يې د ارګون او يحيى خېلو ولسواليو له خلکو سره ليدلي دي.

هغه وايي چې د يادو دواړو پېښو په اړه يې د قربانيانو ټولې ستونزې اورېدلي او ډير ژر به يې له ولسمشر او نورو حکومتي  چارواکو سره شريکې کړي.

وحدت د نورو جزيياتو له ورکولو پرته وويل چې له دې خلکو سره يوه اندازه مرستې شوې دي او د يو منظم پلان له مخې به نورې مرستې هم ورسره وشي.

د پکتيکا د چارواکو د معلوماتو له مخې، د يادو دواړو پېښو په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي.

د يادو دواړو پېښو مسووليت کومې وسله والې ډلې نه دى اخيستى .

د يحيى خېلو اوسېدونکي وايي، په پېښه کې زياتره وژل شوي کسان د واليبال لوبغالي ترڅنګ خاورو ته سپارل شوي او پر قبرونو يې د افغانستان درې رنګه بيرغونه او نورې جنډې رپېږي.

د اوسېدونکو په خبره، د پېښې ځای اوس د لوبو کوم لوبغالى نه، بلکې د وژل شوو کسانو د هديرې په نوم يادېږي، چې هره ورځ لسګونه خلک ورځي او ورته لاس په دعا درېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه