تالقان(پژواک،٣زمرى٩٥):د تخار ولايت په درقد ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله د يوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د تخار د والي وياند سنت الله تيمور د زمري په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې د درقد ولسوالۍ په نور خېلو سيمو کې پر يوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې ده.
هغه وايي چې په دې پېښه کې د يوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
هغه زياته کړه: (( په وژل شوو کې مور، پلار، دوه خويندې او يو ورور شامل دي او ټپيان هم خور او ورور دي.))
تيمور ادعا وکړه چې د هاوان دغه مرمۍ د وسله والو طالبانو له لوري توغول شوې ده.
دغه راز د نوروز خېلو د سيمې اوسېدونکي سميع الله هم پژواک ته وويل چې په دې سيمه کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله د يوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
خو ده وويل: (( په دې کلي کې طالبان شته او دغه مرمۍ د ښار لخوا راغلې او کېداى شي امنيتي کسانو د طالبانو لپاره را واره کړې وي.))
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
درقد د تخار ولايت د نا امنو ولسواليو له ډلې څخه ده چې تېرکال وسله والو طالبانو د يوې مياشتې لپاره تر خپلې ولکې لاندې راوستې وه.
login or register a new account.