Language

د شولګر ولسوالۍ خلک د څښاک پاکې اوبه او روغتیايي مرکز نه لري

مزارشريف (پژواک، ٥ زمری ۹۵): د بلخ د شولګر ولسوالۍ د اتلسو کليو نږدې ۳زره کورنۍ له تېرو څو کلونو اړې دي چې د لومړنیو روغتيايي ستونزو د حل په موخه مزارشريف ښار ته راشي.

دوی وايي چې لا هم د یادو کلیو خلک له روانو کرنیزو اوبو د څښاک لپاره کار اخلي.

د يادې ولسوالۍ په هراتيانو کلي کې د جامع جومات امام قاري عبدالهادي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه جومات ته د شاوخوا لسو کليو خلک د جمعې لمانځه د ادا کولو لپاره راځي، چې ټول يې د روغتيايي مرکز له نشتوالي سر ټکوي.

نوموړي زياته کړه، د دغو کليو اوسېدونکي اړ دي چې د یوې کوچنۍ ناروغۍ د درملنې لپاره هم مزارشريف ښار ته سفر وکړي.

د هغه په وينا، ياد کلي د ولسوالۍ له بازار سره په ۲۰ کيلومترۍ کې پراته دي چې د لارې د خرابوالي له امله ورته مزارشريف ښار ته تګ په ګټه وي.

قاري عبدالهادي وويل چې د روغتيايي ستونزو سربېره د څښاک اوبو نشتوالی د يادو کليو جدي ستونزه ده.

د سيا اب کلي اوسېدونکي محمد دين پژواک ته وويل چې دوی او شاوخوا پراته کلي يې د روغتيايي مرکز نشتوالي له امله له خورا ستونزو سره مخ دي.

نوموړي زياته کړه: ((مزار ښار ته هم په اسانه نه شو تلی، ښار ته يوازې سهار مهال موټر ځي بيا ټوله ورځ موټر نه وي، که ناروغ راته سهار ۹ بجې پيدا شي؛ نو مجبور يو چې ټوله ورځ او شپه يې وساتو او سبا سهار وختي يې ښار ته روغتون ته ورسوو.))

د نواباد کلي اوسېدونکي او د سيمې قومي مشر حاجي ميرويس پژواک ته وويل چې په ياده سيمه کې نږدې اتلس کلي د روغتيايي مرکز او د څښاک د اوبو د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ دي.

login or register a new account.