منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۰۸ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د شولګر ولسوالۍ خلک د څښاک پاکې اوبه او روغتیايي مرکز نه لري

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۶ کتنې

مزارشريف (پژواک، ٥ زمری ۹۵): د بلخ د شولګر ولسوالۍ د اتلسو کليو نږدې ۳زره کورنۍ له تېرو څو کلونو اړې دي چې د لومړنیو روغتيايي ستونزو د حل په موخه مزارشريف ښار ته راشي.

دوی وايي چې لا هم د یادو کلیو خلک له روانو کرنیزو اوبو د څښاک لپاره کار اخلي.

د يادې ولسوالۍ په هراتيانو کلي کې د جامع جومات امام قاري عبدالهادي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه جومات ته د شاوخوا لسو کليو خلک د جمعې لمانځه د ادا کولو لپاره راځي، چې ټول يې د روغتيايي مرکز له نشتوالي سر ټکوي.

نوموړي زياته کړه، د دغو کليو اوسېدونکي اړ دي چې د یوې کوچنۍ ناروغۍ د درملنې لپاره هم مزارشريف ښار ته سفر وکړي.

د هغه په وينا، ياد کلي د ولسوالۍ له بازار سره په ۲۰ کيلومترۍ کې پراته دي چې د لارې د خرابوالي له امله ورته مزارشريف ښار ته تګ په ګټه وي.

قاري عبدالهادي وويل چې د روغتيايي ستونزو سربېره د څښاک اوبو نشتوالی د يادو کليو جدي ستونزه ده.

د سيا اب کلي اوسېدونکي محمد دين پژواک ته وويل چې دوی او شاوخوا پراته کلي يې د روغتيايي مرکز نشتوالي له امله له خورا ستونزو سره مخ دي.

نوموړي زياته کړه: ((مزار ښار ته هم په اسانه نه شو تلی، ښار ته يوازې سهار مهال موټر ځي بيا ټوله ورځ موټر نه وي، که ناروغ راته سهار ۹ بجې پيدا شي؛ نو مجبور يو چې ټوله ورځ او شپه يې وساتو او سبا سهار وختي يې ښار ته روغتون ته ورسوو.))

د نواباد کلي اوسېدونکي او د سيمې قومي مشر حاجي ميرويس پژواک ته وويل چې په ياده سيمه کې نږدې اتلس کلي د روغتيايي مرکز او د څښاک د اوبو د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ دي.

نوموړي زياته کړه چې په دغو کليو کې له درې زره څخه ډېر کورونه اباد دي چې ټول يې له ورته مشکلاتو سره مخ دي.

هغه وايي چې د څښاک لپاره خلک اوس هم د تېرو وختونو په څېر په ويالو کې روانې کرنيزې اوبه کاروي.

ميرويس وويل چې دوی له ولايتي شورا سره خپله ستونزه شريکه کړې او په دې هيله دي چې د حل لاره ورته پيدا کړي.

د بلخ ولايتي شورا هم د يادې سيمو د خلکو د ستونزو پخلی وکړ.

د ولايتي شورا غړي ذبيح الله کاکړ پژواک ته وويل چې څه موده وړاندې دغې سيمې ته له نږدې ورغلی او شته ستونزو يې درک کړې دي.

نوموړي زياته کړه چې په ياده سيمه کې نږدې اتلس کلي دي چې روغتيايي مرکز نه لري او له ولسوالۍ سره يې هم واټن زيات دی.

هغه وايي چې د ستونزې د حل په موخه يې په ولايتي شورا کې مسئله پورته کړې او ډېر زر به يې د ولايت مقام له لارې حل کړي.

د بلخ دولتي چارواکو هم د يادې ولسوالۍ د دغو ستونزو پخلی وکړ او ويې ويل چې د شولګر ولسوالۍ د روغتيايي مرکز او د صحي اوبو په موخه دڅاګانو جوړول يې د پراختيايي چارو په لومړيتوبونو کې شامل کړي دي.

د بلخ د سرپرست والي وياند منير فرهاد پژواک ته وويل چې څه موده وړاندې د يادې ولسوالۍ د انکشافي شوراګانو له خوا ورسره دغه ستونزې شريکې شوې دي.

نوموړي زياته کړه چې ډېر زر به د يادو ستونزو د حل په موخه عملي ګامونه واخيستل شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا