مزارشريف (پژواک، ۵ زمری ۹۵): د بلخ د حج او اوقافو رياست په دغه ولايت کې د غير رسمي ديني مدرسو د ثبت لړۍ پيل کړه.
دغه لړۍ نن د زمري په ۵مه د بلخ د شلو غير رسمي ديني مدرسو له ثبتېدو څخه وشوه.
د ثبت د يادې لړۍ په وياړ د جوړې شوې غونډې په ترڅ کې ځينو ديني عالمانو وويل چې په هېواد دننه د ديني مدرسو ثبتول او ورته پاملرنه به له نورو هېوادونو او په ځانګړې توګه پاکستان څخه طالب العلمانو مخه ونيسي.
د بلخ د حج او اقاف رييس محمد دانشجو يادې غونډې ته د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل چې د ديني مدرسو ثبتېدل به له دغو مدرسو څخه د ترهګريزو فعاليتونو په موخه د ګټې اخيستنې دروازې بندې کړي.
نوموړي زياته کړه چې د دې لړۍ په لومړۍ ورځ۲۰ غير رسمي مدرسې له حج او اوقاف رياست سره ثبت او راجسترکړې.
هغه وايي چې په بلخ ولايت کې ۸۰۰ غير رسمي ديني مدرسې فعاليت لري، چې تابيا لري، دغه ټولې په دولتي چوکاټ کې ثبت کړي.
نوموړي زياته کړه چې د ديني مدرسو د ثبتېدو د لړۍ له پای ته رسېدو سره به د يادو مدرسو د نصاب په اړه تصميم ونيول شي.
د بلخ ديني عالمان په دولتي کچه د ديني مدرسو ثبتول د ديني زده کړو ښه والي او د امنيتي حالت د کنټرول لپاره مهم بولي.
د دغه ولايت ديني عالم مولوي عبدالاحد پژواک ته وويل، چې دم ګړۍ هم زيات شمېر افغان طالب العلمان په پاکستان او نورو ملکونو کې په ديني زده کړو بوخت دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP