مزارشريف (پژواک، ۵ زمری ۹۵): د بلخ د حج او اوقافو رياست په دغه ولايت کې د غير رسمي ديني مدرسو د ثبت لړۍ پيل کړه.
دغه لړۍ نن د زمري په ۵مه د بلخ د شلو غير رسمي ديني مدرسو له ثبتېدو څخه وشوه.
د ثبت د يادې لړۍ په وياړ د جوړې شوې غونډې په ترڅ کې ځينو ديني عالمانو وويل چې په هېواد دننه د ديني مدرسو ثبتول او ورته پاملرنه به له نورو هېوادونو او په ځانګړې توګه پاکستان څخه طالب العلمانو مخه ونيسي.
د بلخ د حج او اقاف رييس محمد دانشجو يادې غونډې ته د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل چې د ديني مدرسو ثبتېدل به له دغو مدرسو څخه د ترهګريزو فعاليتونو په موخه د ګټې اخيستنې دروازې بندې کړي.
نوموړي زياته کړه چې د دې لړۍ په لومړۍ ورځ۲۰ غير رسمي مدرسې له حج او اوقاف رياست سره ثبت او راجسترکړې.
هغه وايي چې په بلخ ولايت کې ۸۰۰ غير رسمي ديني مدرسې فعاليت لري، چې تابيا لري، دغه ټولې په دولتي چوکاټ کې ثبت کړي.
نوموړي زياته کړه چې د ديني مدرسو د ثبتېدو د لړۍ له پای ته رسېدو سره به د يادو مدرسو د نصاب په اړه تصميم ونيول شي.
د بلخ ديني عالمان په دولتي کچه د ديني مدرسو ثبتول د ديني زده کړو ښه والي او د امنيتي حالت د کنټرول لپاره مهم بولي.
د دغه ولايت ديني عالم مولوي عبدالاحد پژواک ته وويل، چې دم ګړۍ هم زيات شمېر افغان طالب العلمان په پاکستان او نورو ملکونو کې په ديني زده کړو بوخت دي.
نوموړي زياته کړه چې له دغو افغان طالب العلمانو څخه ډېری وخت په افغانستان کې په ترهګريزو فعاليتونو هم کار اخيستل شوی دی.
هغه وايي، که چېرې دولت په هېواد دننه ديني مدرسې ثبت او نورو هراړخيزو چارو ته يې پام وکړي؛ نو طالب العلمان به نورو هېوادونو او په ځانګړې توګه پاکستاني ديني مدرسو ته له ورتګ څخه ډډه وکړي.
د بلخ د حج او اوقافو رياست مسوولين وايي چې د ديني مدرسو د ثبت له لارې به د خلکو او حکومت تر منځ واټن کم شي او ورسره به له يادو مدرسو څخه د ترهګريزو فعاليتونو لپاره د کار اخيستنې اندېښنې هم پای ومومي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










