مزارشريف (پژواک، ۱۴ زمری ۹۵): د پوهنې وزارت مسوولين وايي چې په هېواد کې د سواد کچې د لوړوالي لپاره ملي او جدي سياسي ارادې ته اړتيا ده.
د پوهنې وزارت د سواد زده کړو مرستيال سردارمحمد رحيمي د زمري په ۱۴مه د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د یادو زده کړو د لړۍ د لا ګړنديتوب په موخه د دولتي ادارو د مسوولينو د کمېټې په لومړۍ ناسته کې برخه لرله.
نوموړي د يادې ناستې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې بلخ ولايت ته د سواد زده کړو د روانې پروسې او په ټوله کې د معارف د چارو د کتنې په موخه راغلی دی.
د هغه په وينا، د پوهنې وزارت د سواد زده کړو معينيت هڅه کوي چې د دغو زده کړو د روانې لړۍ د ګړنديتوب په موخه په ملي کچه مبارزه پيل کړي.
د پوهنې وزارت مرستيال رحيمي وويل، لا هم په افغانستان کې د سواد کچه خورا ټيټه ده چې بايد په ملي کچه ورته کار وکړای شي.
نوموړي د ۲۰۱۲ کال د شمېرو پر بنسټ وويل چې د افغانستان ۳۸ سلنه اوسېدونکي باسواده دي چې ممکن دغه شمېر تر دې دمه ۴۰ سلنې ته لوړ شوی وي.
هغه زياته کړه: ((په افغانستان کې د سواد کچې د لوړوالي په موخه ملي او په جدي توګه سياسي ارادې ته اړتيا ده.))
د پوهنې وزارت مرستيال وويل، يوازې معارف وزارت نه، بلکې ټول وزارتونه او ولس بايد په ګډه د سواد کچې لوړوالي لپاره لاس په کار شي.
د بلخ د پوهنې رياست مسوولينو په دغه ولايت کې سواد زده کړې د روانې لړۍ يادونه وکړه، چې تر خپلې وسې يې چارې ښې پر مخ وړې دي.
د پوهنې رييس عبدالعزيز عزيز وويل چې په ۱۳۹۵لمريز کال کې په بلخ ولايت کې د سواد زده کړو ۱۹۵ کورسونه پيل او ترسره شوي دي.
نوموړي زياته کړه چې په دغو کورسونو کې ۴۲ يې د سړو او ۵۳ يې د مېرمنو لپاره وو.
هغه وايي چې د يادو کورسونو له لارې د بلخ په څوارلسګونو ولسواليو کې د ۹۵ ښوونکو له خوا ۴ زره ۷۵۰ زده کوونکو ته زده کړې ورکړل شوې چې ۲زره او ۱۰۰ زده کوونکي يې سړي او ۲زره او ۶۵۰ مېرمنې وې.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP