منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۳۹ غ.م
۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د سواد زده کړې لپاره په ملي کچه مبارزه پيلېږي

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۴ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۱۴ زمری ۹۵): د پوهنې وزارت مسوولين وايي چې په هېواد کې د سواد کچې د لوړوالي لپاره ملي او جدي سياسي ارادې ته اړتيا ده.

د پوهنې وزارت د سواد زده کړو مرستيال سردارمحمد رحيمي د زمري په ۱۴مه د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د یادو زده کړو د لړۍ د لا ګړنديتوب په موخه د دولتي ادارو د مسوولينو د کمېټې په لومړۍ ناسته کې برخه لرله.

نوموړي د يادې ناستې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې بلخ ولايت ته د سواد زده کړو د روانې پروسې او په ټوله کې د معارف د چارو د کتنې په موخه راغلی دی.

د هغه په وينا، د پوهنې وزارت د سواد زده کړو معينيت هڅه کوي چې د دغو زده کړو د روانې لړۍ د ګړنديتوب په موخه په ملي کچه مبارزه پيل کړي.

د پوهنې وزارت مرستيال رحيمي وويل، لا هم په افغانستان کې د سواد کچه خورا ټيټه ده چې بايد په ملي کچه ورته کار وکړای شي.

نوموړي د ۲۰۱۲ کال د شمېرو پر بنسټ وويل چې د افغانستان ۳۸ سلنه اوسېدونکي باسواده دي چې ممکن دغه شمېر تر دې دمه ۴۰ سلنې ته لوړ شوی وي.

هغه زياته کړه: ((په افغانستان کې د سواد کچې د لوړوالي په موخه ملي او په جدي توګه سياسي ارادې ته اړتيا ده.))

د پوهنې وزارت مرستيال وويل، يوازې معارف وزارت نه، بلکې ټول وزارتونه او ولس بايد په ګډه د سواد کچې لوړوالي لپاره لاس په کار شي.

د بلخ د پوهنې رياست مسوولينو په دغه ولايت کې سواد زده کړې د روانې لړۍ يادونه وکړه، چې تر خپلې وسې يې چارې ښې پر مخ وړې دي.

د پوهنې رييس عبدالعزيز عزيز وويل چې په ۱۳۹۵لمريز کال کې په بلخ ولايت کې د سواد زده کړو ۱۹۵ کورسونه پيل او ترسره شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې په دغو کورسونو کې ۴۲ يې د سړو او ۵۳ يې د مېرمنو لپاره وو.

هغه وايي چې د يادو کورسونو له لارې د بلخ په څوارلسګونو ولسواليو کې د ۹۵ ښوونکو له خوا ۴ زره ۷۵۰ زده کوونکو ته زده کړې ورکړل شوې چې ۲زره او ۱۰۰ زده کوونکي يې سړي او ۲زره او ۶۵۰ مېرمنې وې.

د عزيز په وينا، له مرکزه د ورکړل شوو امکاناتو په نظر کې نيولو سره يې د سواد زده کړې لړۍ په ښه توګه پر مخ وړې ده.

خو د بلخ د ولايتي شورا رييس ډاکټر محمدافضل حديد په دغه ولايت کې د سواد زده کړو په تړاو روانې هڅې د نشت برابرې وګڼلې.

نوموړي نيوکه وکړه چې بلخ ولايت شاوخوا دوه ميليونه نفوس لري؛ خو په تېر يو کال کې په کې يوازې څه کم ۵زره خلک باسواده کړای شوي دي.

هغه وړانديز وکړ چې بايد نه يوازې په بلخ، بلکې په ټول هېواد کې د سواد زده کړې روانې لړۍ د ګړنديتوب په موخه بدلون ومومي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه