Language

پکتیکا کې یوه پلار خپله لور او یو بل ځوان پر ډزو وژلي

ښرنه (پژواک، ١٩ زمرى ٩٥): د پکتيکا په يوسف خېلو ولسوالۍ کې يوه پلار خپله لور او يو ځوان د نامشروع اړيکو له امله پر ډزو وژلي دي.

د پکتيکا په يوسف خېلو ولسوالۍ کې د وژل شوې نجلۍ د کورنۍ يوه غړي سيدالله پژواک ته وويل چې دغه پېښه په مشخېلو کلي کې پرون رامنځته شوې ده.

هغه وويل: ((دا هلک د نجلۍ کور ته اوښتی و او له نجلۍ سره د نامشروع اړيکو پر مهال نيول شوى و.))

د سرچينې په خبره چې د نجلۍ پلار هلک او نجلې دواړه پر ډزو وژلي او د هغوی مړي بهر اچولي وو.

د يوسف خېلو ولسوالۍ د ملاخېلو کلي قومي مشر حاجي متين پژواک ته وويل چې وژل شوی هلک سلام خان د عصمت الله خان زوی د اومنې ولسوالۍ د ګينواوي کلي اوسېدونکی او د اراضۍ په امريت کې یې دنده ترسره کوله.

خو د نجلۍ د کورنۍ يوه بل غړي پژواک ته وويل چې لومړى هلک په  چاقو وهل شوى او وروسته بيا زندۍ شوى دى.

د سرچيني په خبره، جسدونه يې دوه ورځې وروسته امنيتي ځواکونو ته په لاس ورغلي او د هلک جسد د زياتې ګرمۍ له امله خراب شوى هم وو.

بلخوا د ښرنې د ملکي روغتون مشر ډاکتر چنار پژواک ته وويل چې د يوې پېغلې او يوه ځوان هلک مړي دوی ته ور وړل شوي دي.

پکتيکا امنيې قوماندانۍ هم ياده پېښه تاييد کړې ده او ويلي يې دي چې تر اوسه په دې تړاو څوک نيول شوي نه دي خو په اړه يې پلټنې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم په ښرنې ښار کې يوه ښځه په مرموز ډول وژل شوې وه.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.