تالقان (پژواک، ٥ وږى ٩٥): د تخار چارواکي وايي چې په خواجه غار ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتو کې ١٤ وسله وال وژل شوي او پنځه سرتېري ټپيان دي.
د تخار د والي وياند سنت الله تېمور د وږي په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د خواجه غار په چغتاى او قرلق سيمو کې د امنيتي ځواکونو پوستې ونيولې، خو د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې دغه سيمې بېرته له طالبانو ونيول شوې چې په پايله کې يې ياده مرګ ژوبله واوښته.
د هغه په وينا، اوسمهال امنيتي ځواکونه د خواجه غار له يادو سيمو ور هاخوا په بارلاو سيمه کې خپلې پوستې کلکې کړې دي.
د يادې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي نادر پژواک اژانس ته وويل چې طالبانو غوښتل خواجه غار ونيسي او ولسوالۍ ته ډېر نږدې شوي هم وو، خو د امنيتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول.
وسله والو طالبانو بيا په دې اړه تر اوسه پورې څه نه دي ويلي.
د تخار والي تر دې وړاندې ويلي وو چې خواجه غار ته طالبان د کندوز له دشت ارچي ولسوالۍ راځي او هڅه کوي د کندوز له امنيتي ځواکونو سره لومړی دشت ارچي له طالبانو پاکه کړي.
وروسته له هغه چې وسله والو طالبانو د دوشنبې په ورځ (د وږي لومړۍ نېټه) د څلورو ساعتونو لپاره خواجه غار ولسوالۍ ونيوه، تر اوسه هم د دې ولسوالۍ په ځينو سيمو کې په مقطعي توګه جګړه روانه وي.
login or register a new account.