ګردېز (پژواک، ٧ وږى ٩٥): د پکتيا د ولايتي شورا ځيني غړي او اوسېدونکي وايي، که حکومت هر څه ژر د جاني خېلو ولسوالۍ بېرته نيولو لپاره اقدام ونه کړي، يو شمېر نورې ولسوالۍ به هم سقوط شي.
وسله والو طالبانو تېره ورځ د پکتيا جاني خېل ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راوسته.
د پکتيا د ولايتي شورا مرستيال جنت خان منګل د زمري په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې حکومت بايد ډېر ژر د جاني خېلو ولسوالۍ نيولو لپاره اقدام وکړي.
نوموړي ټينګار وکړ چې د يادې ولسوالۍ د نيولو لپاره بايد له هوايي ځواک څخه کار واخيستل شي.
ده وويل: ((د دې ولسوالۍ جغرافيايي او غرنيو سيمو ته په کتو له هوايي ځواک پرته به امنيتي ځواکونه ونه توانېږي چې دغه ولسوالۍ ونيسي.))
هغه وايي چې د جاني خېلو نيول وسله والو طالبانو ته لوی اهميت لري او له دغه ځايه د پکتيا شاوخوا ولسوالۍ او نورې سيمې هم له ژور ګواښ سره مخ کولاى شي.
د پکتيا د ډنډپټان ولسوالۍ اوسېدونکی نورالله وايي چې وسله والو طالبانو له څو کلونو راهيسې د جاني خېلو د نيولو هڅې کولې او پرون بريالي شول.
ده هم ټينګار وکړ چې حکومت بايد هر څه ژر جاني خېل له وسله والو طالبانو څخه ونيسي.
هغه زياته کړه: ((دا يوه لويه ولسوالۍ ده چې طالبانو ونيوله د دې ولسوالۍ شاوخوا ته د ډنډپټان، څمکني، لجه منګل او احمدخېلو ولسوالۍ دي که حکومت جاني خېل بېرته ونه نيسي دغه نورې ولسوالۍ به هم سقوط وکوي.))
د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي وايي چې هېڅکله به وسله وال طالبان پر دې ونه توانېږي چې دغه ولسوالۍ دتل لپاره وساتي
نوموړي زیاته کړه: ((هڅه کوو چې د هوايي ځواک په مرسته ژر تر ژره دغه ولسوالۍ بېرته ونيسو.))
دغه راز د پکتيا د والي وياند نقيب احمد اتل وايي چې له پرون راهيسې د دې ولسوالۍ د نيولو لپاره کوم نظامي حرکت نه دی شوی، خو د بېرته نيولو لپاره يې په پلان کار روان دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن